Tuesday, 17 October 2017

په نړۍ کې د پاکستان یواځېتوب هغه څه دي‌ چې پاکستان نه يي وار پار ختا کړې ده. په وروستېو کې د امریکا مرستې بندېدل، د اروپائي ټولنې ګوتڅنډنه او د پاکستان د بشري حقوقو څخه سرغړونه هغه څه دي‌ چې پاکستان اوس په یو او دوه کې حېران دی.

که څه هم هره ورځ د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز په اړه رنګا رنګ خبرونه مو تر غوږو کېږي او اورو چې ګواکې دغه اقتصادي دهلیز به د پاکستان او د سیمې بخت بدل کړي، مګر حقیقت څه بل ډول دی. د ګوادر په دغه اقتصادي دهلیز کې نه یواځې دا چې د بلوچانو او پښتنو په حقوقو سترګې پټې شوې دي البته د پاکستان د واک لاندې سیمو لپاره پکې هیڅ هم نشته.

 د چین د کمونست ګوند د مرکزي کمېټۍ د اتلسمې ناستې په پای کې فیصله وکړه چې د ولسمشر شي جین پینګ واک،‌اختیار نور هم زیات کړي. تېره ورځ د کمونست ګوند د مرکزي کمېټۍ غړو ولسمشر شي جین پینګ د اصلي هستې په نوم سره یاد کړو او د اصلي/مرکزي هستې په نوم دغه ماده يي په قانون کې ور زیات کړه.

له هغه را وروستو چې شي جین پینګ د چین ولسمشر شوې دی نو په لویدیځو رسنېو کې هره ورځ د هغه پرضد ډول ډول خبرونه تر سترګو کېږي. د تېر یو کال راهیسې لویدیځې رسنۍ په دې مصروفې دي چې ولسمشر شي جین پینګ د لا زیات واک په لرلو پسې لاس او پښې وهي. لویدیځې رسنۍ زیاتوي چې شي جین پینګ غواړي چې د لسو نورو کالونو لپاره هم په واک کې پاتې شي.

  قامونه په ترتيب جوړيږي. پښتون هم يو قام دی خو د ترتيب په اساس ډېر بې برخې پاتې شوی. د دې نابودۍ شخصي الزام پر يو چا نه راځي، ولې ټول په حېث د قامي تړون په دې ناوړه عمل کې شريک يو. او تر قامي بحث لمخه داسې څه ممکن نه دي چې دا اوسنی مشکل دي په نزدې راتلونکي کې حل شي. ولې پښتون يو جوړ قام وو، بيا څه وشو چې دا ناورين راپېښ شو؟ دلته به دومره ووايم چې هو پښتون جوړ قام وو خو په قامي منډه کې پاتې راغی. ضرور بې څه نيمګړتياوې او کوتاهۍ کړې وي. په دې نيمګړتياوو او جرمونو د ځان پوه کولو لپاره لازمه ده چې پر قامي تشخص، د قام جوړښت، د قامپالنې غوښتنې او د قامي وضعيت بشپړ تعريف وشي. چې د قام اساسي بحث رالنډ شي نو د بصيرت څښتنان به ضرور خپلې شخصي او قامي نيمګړتياوې او ناسمې تګلارې وويني. د نړۍ تاريخ د دې ګواه دی چې قام د ضرورت پر بنياد جوړشوی او حاجت يې تر دې ځايه رسېدلی چې په افاقي تله منلی شوی. قام او قام پرستي هغه څوک نه مني چې خپلې شخصي ګټې د قام تر ګټو مهمه ګڼي.

  که څه هم زه د سياست سړی نه يم, نه په دې ډګر کې څه پوهه لرم, او ټولې اړيکې مي د ادب تر زدکړې او پوهې حاصلولو پورې محدوديت لري. خو بيا هم لازم ګڼم چې د افغانستان پر پخواني اولس مشر حامد کرزي د يوې خورکۍ نيوکو ته ځواب ووايم. دغه ستونزه مي دلته نوره هم زياته شي ولې چې د افغانستان په داخلي سياست زښته نه پوهېږم او وړاندې د څه تېروتنې بخښنه تر لمخه غواړم.

اويا کاله اوشو پښتانه سهار او ماښام پنجابيانو ته څوګندونه خوري چې مونږ غداران نه يو وفادار يو.

د پوهې خاوندانو لږ توجو غواړم چې دا دوي دا څوګند سندهي بلوچ او سرائيکي ته ولې نه خوري هغوي هم پاکستانيان دي او د پنجابي نه په درې برخې غټه ځمکه لري ?نو دلته هم ثابته شوا چې پاکستان ماکستان نيشتې دا پنجاب دې.

 زما ځان د يو ناليدلي قوت په ولکه کې راغی. دې قوت زه و پېچلم, وې نښتځلم. زما تر بدن يوه شغله ووته. يو سپين سړی مي مخې ته جوړ شو. دې سپين سپېڅلي سړي راباندې ږغ وکړ, "اې زما بدنه, زما تنه! زه درڅخه بېل شوم. زر کوه يو نوم راکړه ګنې زه مړکيږم. ما ژوندی و ساته. زه ستا سپېڅلی صفت يم په ډېر څه دي خبروم." ما يو ګړۍ توقف وکړ, "ځه, ستا نوم کېف دی." و مي عزرايل تر خوله وتلی. خو خله مي راټينګه کړه.

تېر کال په کوټه ښار کې د پښتو اکېډمۍ تر نظامت لاندې يو نړيوال پښتو کنفرانس وشو. په دې کنفرانس کې د لروبر ټولو (زيات شمېر) اديبانو او سياست پوهانو ګډون درلود. د دې کنفرانس په پرېکړه کې په راروانه اونۍ کې د پښتون کلتور يو نړيواله ورځ و ټاکل شوه, چې نېټه يې 23م سپتمر وه. او په رښتيا هم تېر کال دغه ورځ په جذبه سره ولمانځل شوه. خو سږ کال چې دغه ورځ راغله نو هغه پخوانی خوند پکښې موجود نه وو. ځکه چې يو خو دا کار د پښتو اکېډمۍ تر نظامت لاندې شوی وو, او له دې واره هم خلکو دا کار د هغوی زمواري ګڼلی. ورسره دا چې د کوزې پښتونخوا او افغانستان مېشت پښتنو زړه راښکوني يې و نه مونده. ورسره دا چې د پښتو اکېډمۍ د نورو کارونو په رنګه دا کار هم غورځړند مالوميږي. خو بيا هم سږ کال دغه ورځ د کوټې او چاپېره پښتونخوا پښتنو په جذبه سره ولمانځله. او په دې هکله په اولس کې د تېر کال په پرتله شعور زيات وو. که څه هم د دې خوا پښتانه د "ژوند وژنې يا اتم اګست د پېښې" تر تاثير لا نه دي راوتلي, خو بيا هم يې دا ورځ ولمانځله. کوم چا چې دغه ورځ و نه لمانځله په هغوی کښې ګڼ شمېر د هغه فکر څښتنان وه چې د پښتنو د فيصلو سرچينه کابل او پېښور ګڼي. هغوی کوټه د دغې پېرزوينې وړ نه بولي. خو ځينې داسې هم شته چې نيوکې يې پر ځای دي. پکار ده چې واورېدل شي.

وروستي خبرونه او ګونګوسي داسې دي چې د هند او چین اړیکې له یو بل سره ترینګلې شوې دي. دواړه هېوادونه په یو بل وخت ناوخته تورونه لګوي. د دواړو هېوادونو د ترینګلو اړیکو حال مونږ د چین چې د پاکستان په پلوۍ يي د کشمیر د ازادۍ او د انساني حقوقو په نامه غږ پورته کول او هند بیا د بلوچستان د ازادۍ او د پاکستان لخوا د بلوچانو په حقوقو خېټه اچولو د حمایت غږ پورته کولو څخه ښه مالومولې شو. چین وايي چې هند زمونږ د لویو ګټو په مخ کې خنډونه اچوي، مګر هند بیا وايي‌ چې چین دې په متنازعه او جنجالي سیمو کې پانګونه نه کوي نو مونږ به کله هم د یو بل د ګټو پرمخ کې ونه درېږو. د ګوادر-کاشغر لویه لاره او د ګوادر د بندر باندې د چین لخوا د ۴۶ بیلینه ډالرو پانګونې څخه به ټول خبر یاست. چین کوښښ‌ کوي‌ چې د ګوادر-کاشعر لاره د پاکستان لخوا د اشغال شوي‌ کشمیر له لارې تېره کړي، مګر هند بیا په کلکه د دې لارې مخالفت کوي. که چېرې هند د ګوادر-کاشغر د لوي لارې منلو ته تیار شي نو مانا دا چې هند د کشمیر له مسلې هم تېر دی، مګر هند بیا هېڅکله هم دې مسلې ته نه تیارېږي چې له کشمیر څخه تېر شي. تېره ورځ د چینايي‌ یو حکومتي رسنۍ ګلوبل ټایمز کې هم ددې په اړه یو راپور کې راغلې ؤ او د جنوبي اسیا د چارو کارپوه پروفیسر هؤ خبرې يي راخیستې وې چې هند غواړي‌ چې د چین لخوا په بلوچستان کې د ۴۶ بیلین ډالرو پروژه ناکامه کړي.

په کوټه کې په اتم اګست د وژل شویو وکیلانو د څلوېښتمې لمانځلو په تړاو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې د دغه ښار په صادق شهید لوبغالي کې یوه لویه ولسي غونډه وشوه.

پر دې مهال د پښتونخوا میپ مشر په خپله وینا کې وویل چې قرآن کریم د یو بې ګناه انسان وژنه د ټول انسانیت وژنه بولي. نوموړي وویل چې وکیلان په کومه ګناه ووژل شول. د هغه وینا وه چې په پښتونخوا وطن کې د دغه ناروا وژنو خلاف د یوه موثره غږ پورته کولو لپاره یې د پښتنو پر سیاسي مشرانو د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د جماعت اسلامي امیر سیراج الحق او د قومي وطن پارټۍ مشر آفتاب خان شېرپاو بیا بیا غږ کړی چې (راشئ موږ سره کښېنو موږ څه ګناه کړې ده، موږ د چا پر کور ورننوتي یوو، راشئ په ګډه په وطن کې د لګېدلي اور مخنیوي لپاره یو موټي شو. د کوټې وکیلانو وژنه هم په وطن کې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د لګېدلي اور لړۍ ده.

درې ساعته ورستو بيا پر هغه ځای ناست يم پر کوم ځای چې ما او بابوللۍ* نن غرمه پوره درې نيم ساعته سره وکتل. دا وخت هم زه او زما درې ملګري يو کتاب، يو مجله او يوه رېډيو موجود يو، وخت هم ماښامنی دی. خو زما د کرۍ غرمې مېلمه بابو للۍ اوس راسره نشته.

نن د لوی اختر د مياشتې نهمه نېټه ده او سبا له به لوی اختر وي. زه هم د اختر په رخصتۍ خپل کلي ته راغلی يم. د غرمې دولس بجې وې کتاب, مجله او رېډيو درې واړه مي راواخيستل, د خپلو ملکونو (پټيو) خوا ته راغلم. د وخت تېري لپاره مي لومړی کتاب, ورپسې د مجلې لوستل, او له هغې وروستو  د رېډيو اورېدل و ټاکل. د کتاب لوست مي لا نه وو پوره کړی، بابوللۍ پر راپېښ شو او دا نور وخت چې درې نيم ساعته کېده له بابوللۍ سره تېر شو.

د لر او بر پښتانه په دواړه اړخه د ترقئ د پروژو نه لرې ساتل کيږي.بهانه يې نا ارامي او ترهګري ده. اوس پوښتنه داده چې دا ترهګري پښتنو جوړه کړې ده که اغيارو? زما په نظر يو پښتون د مترقي پروژو مخالفت نه کوي.

چرچل وايي, "جنګ دومره حساسه معامله ده چې يواځې يې و جنرالانو ته نشو پرېښودلی." په  رښتيا هم جنګ يو فن دی او يو فنکار يې ښه لوبولی شي. په تېره د اوسنۍ زمانې جنګونه, چې ګڼ شمېر اړخونه او محاذونه لري. که څه هم د جنګ تاريخ د انساني ژوند تاريخ هغومره زوړ دی, خو د جنګ پېمانې په اوسنۍ دوره کې ډېرې بدلې شوې دي. د نړيوالو اړيکو زدکړه اوس د جنګونو بېلا بېل قسمونه بيانوي, چې څنګه يو قام له بل قام سره تود او سوړ جنګ کوي.

له دوهمې نړيوالې جګړې وروستو د پراکسيز او بفر زونز اصطلاحات په نړيواله کچه و منل شول او له دې لارې د جنګونو طريقې هم بدلې شوې. په دې جنګونو کې د ګټې او تاوان دواړو اخيستونکي مالوم دي. د نړۍ پر منابعو د تسلط راوړلو لپاره په مختلفو نومونو بېلابېل محاذونه تاوده دي.

يو ځل مې د موريطانيه د غلامانو په اړه يو پروګرام کتلو يوچا په پټه ريکارډ کړې ووـ غلام ساتل خو د عربو کلتور دې او په موريطانيه کې پينځه ويشت سلنه سپين عرب دي نور څوک افريقايي تور او څه نيمچه دي ـ

هغه سړي چې د يو درې غلامانو نه پوښتنې کولی نو ساعت په ساعت به هغه غلامان يو بل سره په خپلو کې په جنګ شو چا به وئيل ته ناسمه وايې چا به وئيل نه مالک مونږ سره ډير ښه دې ـ

د ترکیې د ناکامې کوداتا وروستو ترکیې خپلې لارې له اروپائي اتحادیې او امریکا څخه د جدا کولو په تکل کې ده. له بلې خوا ترکیې د روس سره خپلې اړیکې ورغولې او روس ته يي د داعش پرضد د جګړې لپاره اډې ورکولو وړاندیز هم پخپله کړې دی. له بلې خوا بیا ترکیې تېره ورځ په لوي شمېر پوځیان د سوريي سره سرحدي سیمو ته ورولېږل او اعلان يي وکړو چې تر هغه به پوځیان بېرته نه راغواړي تر څو چې يي‌ داعش او د کوردانو (پي کې کې) ازادي غوښتونکو ډله نه وي ځپلي.

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes