Monday, 18 December 2017

غني خان يوازې د يو لوی پلار زوی او د يو لوی سياسي قامي نهضت فعال غړی نه و بلکې د يو داسې لوی هنري او فکري استعداد څښتن هم و چې ځان ته په خپله يو لوی شناخت دی.

په خپله يوه حواله ده، د تاريخ يو قوي ماخذ دی، هغه لکه خپل لوی پلار پر جوړو لارو سفر نه کاوه بلکې ځان ته يې خپله لاره جوړه کړې وه.

په پښتو شاعري کې د هئيت، ماهيت، موادو او موضوعاتو په حواله غني خان دومره غني ثابت شو چې په ټول پښتو ادب کې سړی ويلی شي چې که چا له خوشال بابا وروسته بېخي يوه بدله لار ونيوه نو هغه غني خان و.

په داسې دور کې چې د ځانګړو سياسي حالاتو په سبب، د خدايي خدمتګار نهضت او نورو فکري مېلاناتو په بهير کې، په پښتو ادبياتو کې يو ډول حاوي فکري التزام انکشاف کاوه.

غني خان په هغه بهير کې هم اکثر داسې څه ویلي چې د هغه همعصرو نه دي ویلي.

د خدايي خدمتګارۍ په مرکز کې د اوسېدنې او روزنې سربېره، د يو ډېر فعال سياسي ژوند او د زولنو او زندانونو د ژوند برسېره، هغه ډېر داسې څه ویلي چې نېغ په نېغه له سياسي او قامي سوالونو سره هېڅ تړون نه لري.

هغه ژوند ته په يو برسېرن سياسي نظر نه بلکې په يو ژور فکري، فلسفيانه او تخليقي نظر کتلي، دا ډېره ګرانه وي چې په توپاني غوندې ټولنيزو حالاتو کې دي يو شاعر کايناتو، خدای، ژوند، انسان، ځناورو، مينې، ښايست، وطن او سياست ته په ډېره هوشمندي سره په داسې يو نظر وګوري چې هېڅ د هغه وخت مقبول نظر (popular view) نه وي يعنې د هغه خپل نظر وي او داسې يو غږ وي چې د هغه وخت د ټولنې غوږونه نه يوازې ورسره اشنا نه وي بلکې اورېدلو ته يې تيار هم نه وي.

غني خان او د هغه لوی پلار پښتانه په علم، شعور، ورورولۍ، انساندوستۍ او روښانفکرۍ منور غوښتل، په وطن کې یې د امن، ترقۍ، خوشالۍ او آبادۍ مُنارې غوښتې.

د خدايي خدمتګار نهضت شاعرانو او د هغوی په تاثر کې ورسته را پېدا شوو کسانو په خپلو پنځونو کې د هغه وخت سياسي او قامي ارمانونو ته ژبه ورکړې او له قام او قامي تحريک څخه يې داد اخيستی خو غني خان داسې څه ډېر لږ ویلي او چې په څه ډول يې ویلي هغه هم د عمومي ټولنيزې سويې د ادراک نه ؤ.

هغه يو داسې ژورې ته کوز شوی چې د زوکړې د سل کلن جشن پر موقع يې هم قام پر غاړه غاړه ګرځي، په نورو ټکو، د غني خان هڅه کله هم دا نه ده پاتې شوې چې د لوستونکو ذهني سويې ته خپل معيار راټيټ کړي بلکې هڅه يې دا پاتې شوې چې د لوستونکو ذهني معيار را اوچت کړي.

د يو لړ داسې پوښتنو د ځواب په لټون يې سر کړي کومې چې عمومي پوښتنې نه دي.

د جرمني لوی فېلسوف فرېډريک نيټشې د خپل کتاب (The Antichrist) په سريزه کې ليکلي، "دا کتاب د يو څو کسانو لپاره دی او ښايي يو هم لا اوسمهال دلته ژوند نه کوي، سبا نه بله ورځ زما ده، ځينې خلک له مرګه پس زېږي."

رښتيا هم نيټشې له مرګ پس وزېږېد، له مرګه پس يې لوستونکي (چې شمېر يې ډېر لږ دی) وزېږېدل او د پوسټ ما‌‌‌‌ډرنېزم په بحثونو کې يې د نظرياتو څېړل نه يوازې لازمي وګڼل شول بلکې د دې بحثونو ډېری سرلارو مفکرانو خپله فکري تومنه او تاثر هم له دې سړي اخيستی.

د غني خان کيسه هم څه داسې ده، يو خو تر اوسه لا د غني ټولنه له کتابه سره اشنا شوې نه ده او بل د هغه کتاب هم څه داسې دی چې د لوستونکو سويه، پايه، مزاج او مېلان ور رسېدلی نه شي.

دلته د يو سندرغاړي مننه او يادونه په ځانګړې توګه پکار ده چې هغه سردارعلي ټکر دی. دې سندرغاړي پښتون اولس د غني خان له نوم او شاعرۍ سره اشنا کړ، ډېرو خلکو ترې هسې خوند واخيست او ډېر خلک يې پرې پوهه هم کړل.

غني خان يوازې د يو لوی پلار زوی او د يو لوی سياسي قامي نهضت فعال غړی نه و بلکې د يو داسې لوی هنري او فکري استعداد څښتن هم و چې ځان ته په خپله يو لوی شناخت دی.

ځينې شاعران داسې وي لکه رحمان بابا چې په ظاهره يې شاعري ډېره ساده ښکاري خو ساده توب يې ډېره پېچلتيا هم لري. د پېچلتيا ډېرې کچې (layers) لري او ځينې شاعران بيا داسې وي لکه غني خان چې شاعري يې ډېره زياته پېچلې وي خو له پېچلتيا څخه يې هم ډېری خلک خپل يو ساده مفهوم اخيستلی شي. د لوستونکي او اورېدونکي خپله يوه تشريح په هر صورت موجوده وي.

د کايناتو، ژوند او انسان حقيقتونو ته د غني خان اپروچ د يو جمالياتي صوفي دی خو د لټون انداز يې فلسفيانه او د حقيقت د پلټولو او پلي کولو په چارو کې يې برخورد عملي دی.

هغه په ټولنيزو او سياسي چارو کې يو ډېر فعال سړی و خو د يو شاعر په حېث يې د فعاليت زاويه له خپلو هم عصرو شاعرانو بدله وه.

غني خان استاد عبدالروف بېنوا ته په خپل يو ليک کې داسې کاږي:

"زما خيال دی چې په ژوند کې د يو شاعر مرام او هدف د يو مبلغ او ملا څخه بېخي جلا اوبل شان دی، او دا ځکه چې انسان په اساسي او بنيادي توګه يو ځناور دی، هغه خوراک، څښاک، جنسي اړتياوې او استراحت ته ضرورت لري، او نور هېڅ ته نه. دا زموږ شاعرانو وظيفه ده چې د انسان پاملرنه د هغه د ژوند او هستۍ دې لوړو مرکزونو ته وګرځوو، چې هغه ممکنه ده د خپل تکامل انعکاس وويني، او د خپلي ابدي معشوقې د ښکلا او ښايست ديدن وکړي."

خو غني خان شاعر له خپل چاپېرياله مبرا، آزاد او بېل نه ګني بلکې د چاپېريال غلام يې ګني، د شاعر مثال د هغه په نظر "د يو داسې حېوان دی چې د هغه په وجود څرمن نه وي، که پوټی د ازغي څوکه وروړې نو په کريکو ځان وژني او که پوټی آرام ورشي نو د خوشالۍ نه بې هوشه کېږي."

د غني خان په شاعرۍ کې د خپل ماحول عکس، اخذ او اغېز شته، هم پکې د مزاحمت او مقاومت روش، رويه او رهنمايي شته.

د هغه ځينې زېږه، بېباک او بربنډ ټکي، ترکيبونه او خبرې که له يوې خوا د هغه د جري، ازاد او بېباک ذهن ترجماني کوي، له بلې خوا په تخليقي عمل کې د هغه د مزاحمتي رويې شدت، د برلاسي طبقې له اخلاقياتو د هغه مخالفت او د ژوند د بقاء او پرمختګ په چارو کې د هغه فعاليت هم څرګندوي.

غني خان د يو لوی پلار زوی، د يو لوی سياسي نهضت غړی، د يو لوی تخليقي ذهن او استعداد خاوند، د يو لوی اديب او نوبل انعام يافته شاعر رابندرنات ټاګور شاګرد، فلسفي، شاعر، ليکوال، مصور او مجسمه ساز و.

نوټ: دغه لیکنه د خان زمان کاکړ له فیسبوک وال څخه راکاپی شوې ده.  

شپاړس کاله مخکې دا ورځ په باميانو کې د امن پلار بودا ونړول شو. د شپاړس سوو کالو تاريخ نسکور کړل شو. د افغانستان پر تاريخ او کلتور دې يرغل دنيا وپوهوله چې د طالبانو نهضت او رژيم مذهبي نه بلکې ددې هيواد خلاف يو استعماري پاڅون او يوه بهرنۍ قبضه وه. يوازې بتان ونه نړول شول، افغان ملت د يو تاريخي شلون له نه جبرانېدونکي زيان سره مخامخ کړل شو. په افغاني ټولنه کې د سيکولر روايت د ماتولو يو ډېر منظم پلان عملي کړل شو چې ډېری خلکو ته يې د عقيدوي تشريحاتو تر څنګ په افغاني ټولنه کې د راپېداکېدونکي فرقه ايز رجحان د تشريح موقع هم په لاس ورکړه. د يو واحد ملت له خپل تاريخ څخه د پرېکون او په خپلو کې د بېلتون تر دې بل موثر سازش څه کېدای شو؟ د دې تاريخ په نړولو سره په افغانستان کې د سېلګرۍ يو تر ټولو مهم سايټ ونړول شو، دا د افغانانو د اقتصادي جهان د تنګولو د پراخ پلان يوه مهمه برخه وه، استعمار غوښتل (او غواړي) چې د افغانانو نسلونه نسلونه پرديو خېراتونو، فقر او مزدوريو ته محتاج وساتي.

رسنۍ د نړۍ په هر ګوټ کې په مکمل توګه بې پرې وي او هغوي‌ د هیڅ کوم ښي‌ او چپ ګوندونو طرفداري نه کوي، بلکه د هغوي وظیفه ولس ته په وخت سم او بې پرې خبر ورسول دي، مګر له ډېرو کړو وړو داسې پته لګېږي چې په هېواد کې دننه او د باندې ټولې هغه رسنۍ چې فعالیت کوي بې پرې نه دي بلکه لکه د نورو نړېوالو رسنېو په څېر جنګي رسنۍ دي. دوي یواځې د جنګ خبرونه خپروي، او هغه یواځې یو مالوم ټولګي د خلکو په خدمت کې دي.

لکه څنگه چې موږ او تاسي ته دا مالومه ده چې پښتو څه دپاسه پنځه نيم زره کاله لرغونې ژبه ده او بېلابېلو پړاونو کې راغليو شکېلاکونو دا تر خپل اغېز لاندې راوستلې ده خو د سوچه او ار شي ځانگرتياهم دا وي چې هغه که هر څومره په گند کې ولوېږي خو څه وخت وروسته هغه خپله اره بڼه بېرته ښکاره کوي هم دغسي پښتو د يوناني، فارسي، عربي ، سنسکريت او نورو ژبو تر اغېز لاندې راغلې وه خو پښتودخپل سوچه تورو اواهنگ د خوږوالي له کبله هغه پرېدي توري بېرته وغورځول او خپله سمونه يې وکړه ددې شا ته د پښتون قام هغه زبردسته ځانگرتيا ده چې دوی له خپلې ژبې،خپل وطن او خپل کلتور سره بې کچه مينه لري۔ که چېري اسلام ددوی له پښتو(دود)او کلتور سره سمون نه خوړلای نو شايي چي دوی تر اوسه لا اسلام هم نه وای منلی۔

د ښاغلي ډونلډ ټرمپ په واک کې د راتلو سره سم د افغانستان طالبانو او د پاکستان حکومت په افغانستان کې روانې جگړې ته بې مقصده او بې انجامه ويلې ده- طالبانو په یو پرانستې لیک کې د شورو په ورځ ښاغلي ټرمپ ته دافغان جگړې تاوان په گوته کړی دی او د طالبانو په ملگرتیا د تورن پاکستان خارجه دفتر یوه ورځ وروستو په رسمي وینا کې د اسلام اباد څخه غږ کړی دی چې " په افغانستان کې د تیرو پينځلسو کالو راهسې د روانې جگړې هيڅ گټې نشته دی او وايي د خبرو اترو د لارې د افغانستان ستونزې هواریدی شي."

 د افغانستان په حیرانونکې خاموشۍ کې پاکستان دخپل ریاست مټې په تاريخي توگه ازاد قبايلي سيمو ته غزوي- قبایلي سيمې یا فاټا د نولسمې پېړۍ(1800) د پايې نه واخله تر دې دمه پورې لانجمنه سیاسي، جعرافيايي او قانوني نقشه لري- په هند کې واکمن انگریز دغه سيمې د هغه وخت د کمزوري افغانستان نه ونیولې— په وس وخت کې ټوله قبايلي سيمه پاکستان په 1947 کې د هندوستان د تقسيم راهسې د خپل مرکزي حکومت د واک لاندې ساتي خو هلته یې اولس ته د نور پاکستان په شان ايني، قانوني، او بشري حقونه نه دي ورکړي- د پاکستان ریاست په فاټا کې تاريخي، جعرافيايي، نظامي او ايني بدلون غواړي خو افغانستان خوا ته خاموشي ليدل کیږي—

ما چرته لوستي وو، اوس مې نه ريفرنس په ياد دی او نه مې کيسه سمه په ياد ده خو څه داسې وه چې سکندر پر آس سپور وو، نور ملګري يې هم ورسره پر آسونو سپاره روان وو، يو ځای ماشومان په خاورو کې لړلي په لوبو مشغول وو، سکندر چې ماشومان وليدل نو آس يې ودراوه، راکوز شو او له ماشومانو سره کښېنوست. ملګري (وزيران) د خپل باچا دې حرکت ته حېران ولاړ وو او سکندر ماشومانو ته يوازې دومره ووئيل، "چې له تاسو تللی يم، بيا مې ښه ورځ نه ده ليدلې."

  هره ورځ د ښار په غربي لاره ووځي. د هغه منزل د ګڼو چینارونو یو باغ وي چې هلته د یو څه وخت لپاره ذهن هوسا کړي او له تنهایۍ نه  ښه ډېر خوند هم واخلي.  دی خپل ځان سره یو زوړ غوندې څادر هم یوسي، چې په راستنېدو کې د چینارونو رژېدلې پاڼې په دې څادر کې راغونډې کړي او له ځان سره یې خپلې کوټې ته راوړي. دا پته نه وي چې هغه دا پاڼې د سېځلو او که د بل مقصد لپاره راوړي؟

ځلاند خان په پوره ښار کې فقط اته نه سړي پېژني. خو چې دا اته نه سړي د کوم فکر څښتنان دي؟ څه پته یې نشته. ځلاند و دې سړیو ته کله هم د ملګرو نوم نه دی ورکړی، خو هغه تل د خپل ځان ښه ملګری پاتې شوی دی. هر وخت په خیالونو کې ډوب وي. د ځلاند کور له ښاره بهر د ختیځ په لور په سپینه چینه کلي کښې دی، خو هغه خپل زیات وخت په ښار کې د کرایې په یوه زړه تاریکه کوټه کښې تېروي.

د دوو نړیوالو جګړو اساسي علت هم دا د قامونو ناسم تقسیم او د ځینو قامونو له خپلو حقوقو څخه بې برخې پاتې کېدل وو. په لومړۍ نړیواله جګړه کې دغه کار د مذهب او امپراتورۍ پر اساس وشو، چې پکې مرکزي رول هم پر خپلو جغرافیو د پردیو و واک ته نه تسلیمېدل وو. همدا رنګه په دوهمه نړیواله جګړه کې که څه هم د وچېنو (continents) جنګ وو خو په دې جګړه کې  قام پرستۍ عنصر زیات وو. له دې جګړو ورستو د "تهذیبونو د ټکر" نظریه هم راپیدا شوه چې که څه هم نوعېیه یې لږ بدله وه خو د قام تړون او د تهذیب په اساس د پیوستون موخې پکې څرګنده وې. د تهذیب څه داسې منلی تعریف نشم کولی خو دومره به ووایم چې زموږ په منطقه کې تهذیب لږ ناسم تعریف شوی دی. تهذیب کله هم د بېلا بېلو او ګڼو کلتورونو غونډله نشي کېدلی بلکې که موږ دغه امکان ورته پیدا هم کړو خو د اساسي سرنوښت حاجت به بیا هم موجود وي. و موږ (له موږ څخه مي خاص د ځان مراد دی)  ته ویل کیږي چې موږ یو ډېر ستر تهذیب لرو چې د بېلابېلو علاقو په ګډون یو ستره تهذیبي سرچینه جوړوي. خو اصلاً داسې نه ده. کله هم د یو څیز یا هیېت سرچینه له ګډون څخه نه راسپړي بلکې سرچینه له خپل اساسي اصولو نه کله هم زیاتی نشي کولی.

پښتانه په ګيلو ستړی شو وائي پنجابي رسنئ او ميډيا زمونږ په وژنو غلې وي زمونږ د خق خبره پټوي خپلو خلکو او ګټو ته هر وخت متوجې وي.نو ښاغلو او اغليو دا ګيلې تاسو د چا نه کوئ? ګيلې خو خلک خپلو نه کوي. د هغوي خپله ميډيا ده خپلې چينلې دي
د خپلو مفادو دپاره کار کوي
که دروغ وائي يا منافقت کوي نو دا د هغوي په خټه کې اغږلې شوې خبرې دي
پښتانه څه عجيبه خلک دي دوي داسې فکر کوي چې هر څوک دې ددوي پشان وي.
تاسو همت اوکړئ خپله څه لار راوباسئ په شمير کې خو پښتانه د پنجابيانو نه څه کم نه دي دا خو سهي سر شميرنه نه کيږي
خپل ليک رالنډوم 
د چترال د الوتکې پيښه باندې يو ځل بيا غوا لنګا شوا او د يوې پيښې نه د عقيدې جنګ جوړ شو .
نيشنلزم او ليونتوب فرق لري.
اول خو دا تخقيق پکار دې چې ولې داسې الوتکې د سفر دپاره کارول کيږي 


د يو مشر دپاره په خاصه توګه او دعام اولس له پاره هم دخپل قام تاريخي کلتوري,ژبني او جغرافيائي پوهه تر هر څه زياته مهمه ده.چې د خپل قام په ژبه دود دستور برابر يې تاريخي او جغرافيائي پوهه لرې نو هم به په موجوده وخت خبرې اوکړې شې هم به د اولس زړه کې ځائ اولرې او داسې به په اسانئ سره ته او ستا اولس يو بل سره خپل نظرونه شريک کړئ.او هم به د خپل خق خبره اوکړې شې د بدا مرغه زمونږ د مشرانو ذهنيت هغه وخت پرديپال شي چې په داسې مکتبونو کې زدکړې اوکړي چې هلته ترې بل څه جوړ کړي.

پخواني افغان اولسمشر کرزئ صيب غوښتل چې د چمن له لاری تر کنداره د ريل پټلئ جوړه شي چې ورسره به د سيمې دواړو اړخو ته د ميشتو خلکو اقتصاد وده اومومي او دغسې يو پلان د پيښور جلال اباد په لاره هم وو خو پنجابي اونه منله ولې چې دا سيمه د پښتنو ده او د پښتون پرمختګ پنجابې نه غواړي.

بي بي سي پښتو خبر پوسټ کړی، "طالبانو يو بېګناه محصل په دار ځړولی."

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پوښتنه لرم، طالبانو کله څوک ګنهګار په دار ځړولی دی؟

.........................

پوښتنه کوم، طالبان دې ولې يو ګنهګار هم په دار وځړوي؟ له هغوی سره اتهارټي د څه ده؟
.........................


د پښتونخوا پښتنو نه هم زيات په غرق خوب ويده د افغانستان پښتانه دي. هغه پښتانه يادوم چې د کور ژبه يې پښتو ده. دا بې چاره ګان خو پخوا چا دربار ته نه پريښودل او تر اوسه ددوي غږ نه څوک اوري او نه يې دوي پورته کولې شي او نه يې د پورته کولو جرات لري.نيم افغانستان خو عبد رخمان انګريز ته په جولئ کې اچولې وو
ولې چې ددغه افغانستان خلک پښتانه وو
تر ننئ ورځې پورې په اساسي قانون کې يو ټکې چا نه دې ليکلې چې پښتونخوا د افغانستان برخه ده او نه يې غواړي.
بيا د لر پښتون ته دا پيغور کول چې ته ما سره ولې نه يو کيږې
او دا فکر نه کوي چې د تګ راتګ له پاره ترې ويزه ولې غواړې.
دا احساساتي چغې دي چې د لر او بر د ګوتو په شمار

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes