Monday, 18 December 2017

په محکومه پښتونخوا کې په مکتبونو او پوهنتونونو حملې نه یواځې دا چې د علم او پوهې سره دښمني ده بلکه د پښتنو د وسله والا کېدو او همدارنګه د مکتبونو د دروازې تړل دي. په ازاده پښتونخوا کې خو هسې هم د مکتبونو دروازې تړلې شوې دي، مګر په کوزه پښتونخوا کې هم د پښتنو سره د دښمنۍ داسې اساسي او بنسټیز کار شروع شوې دی چې د پخوا لږ تر لږه په پټه ترسره کېدو مګر اوس دا کار په ښکاره او په رڼا ورځ کېږي. په پښتونخوا کې د عمران خان حکومت په راتګ سره لومړی هم د پښتنو تاریخي شخصیتونو نومونه له تاریخ څخه وویستل شول او بیا له هغه را وروستو په پښتو مضمون باندې پابندي ولګېدله. پرمختللې هېوادونو د پرمختګ یو راز هم په دې کې دی چې د هغوي ټولې زده کړې د هغوي په خپله مورنۍ ژبه کې دي، مګر د پښتنو سره د دښمنۍ په دې جنګ کې له پښتنو څخه نه یواځې دا چې په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو حق اخیستل کېږي بلکه د یو متمدن قوم څخه د هغوي پېژند ګلوي اخیستل کېږي. له دې هر څه را وروستو اوس دا چې په کوزه پښتونخوا کې په مکتبونو او پوهنتونونو باندې تروریستي حملې کېږي  نو د عمران حکومت پرځای د دی چې د مکتبونو او خلکو امنیت خوندي کړي، هغوي استادان هم وسلوال کړل. اوس استاد هغه څوک نه دی چې قلم به يي په لاس کې ؤ او خلکو ته به يي سمه لاره وروښودله بلکه استاد پخپله اوس د خپل امنیت د خوندي کېدو لپاره د قلم ترڅنګ د ټوپک د سوري لاندې ژوند تېروي. استاد او شاګردان اوس پرځای د دې چې څه زده کړي، ټوله ورځ په دې تېروي چې نن خو به دوي د کومې تروریستي پېښې ښکار نه ګرځي.

تل ودان :- صحیح خبره ده.

بختور:- فرض کړه که داسې وشي چې پښتانه قوم پرستان یؤ شي او په یو غږ د پښتنو د شناخت ، اذادۍ ، دهغوی په حقوقو  د هغوی اختیار او دهغوی د ابادۍ جدو جهد له دوام ورکړي نو ایا پښتون اولس به د دوي مخالفت کوي.؟

تل ودان :- بلکل ڼه ! بلکښې د دوی ملاتړ به کوي.

بختور:- ښه ! که قاضی صیب او مولانا فضل الرحمان ورسره هم مرسته وکړی او د دغې پښتنې سیمې د پاره په شریکه ، اسلامی قانون ، قانون وګرځوي  نوایا پښتانه به یې نه منی ؟

تل وان :- نو ته فکر کوې چې دا لېډران ټول د دروغو لوظونه کوي او دا څه چې وائي ګنې دا دعوامو ستونځې نه  بیانوی؟.

بختور:- زه دا نه وایم چې دوي دروغ وائي او نه د دې نه انکار کوم چې دوي څه وائي دا دعوامو په ګټه نه تمامېږي. خو دوي چې څه وائي چې موقع په لاس ورشي هاغسې بیا نه کوي.

د باچاخانۍ مطلب دادی چې د ټوپک، کوتک او تشدد په ځایې قلم، مينه او امن پکار دی- پښتون هنر مند کرن خان په خپل تازه البم کیف کې د باچاخان دغه فکر د خپلې چاربیتې (باچاخاني پکار ده) د اهنگ په هنر سینگار کړی دی- کرن د پښتو موسيقۍ په میدان کې په دغه موضوعاتي هڅه کولو ډیرو پښتنوستائیلی دی او ملاَ یې ورته ټَپولی ده ، ځيني خلقو په کرن د یو سیاسي گوند د پلويتوب تور هم لگولی دی خو کرن گڼي دغه تورونه ډیر  اوپره اوډیر عامیانه دي- د ټولنيزه رسنیو ځيني فعالين واېي داسې بریښي نيوکي کونکي په کرن خان نه یواځې په بغضِ معاویه کې نیوکي کړي دي بلکه دعدم تششد د فلسفې نه هم ناخبره ښکاري- په تیرو څو کالو کې د پاکستان په خاوره د سیاسي مشرانو بینظیر بټهو، نواز شريف، عمران خان، الطاف حسين او نورو په سياسي ډله توب اډاڼه گڼ شمیر سندرې ویل شوي دي خو په باچا خانۍ کې د سیاسي نعره بازۍ په ځاېی د امن او مينې د پیغام پرچار شوی دی-

زورورو د هرې بدبختۍ لپاره د دنیا په کونج کې یوه اډه خلاصه کړې ده، لکه د تورو پيسو د سپنولو اډې،  د عیاشۍ اډې، د جوارۍ اډې او همدارنګه په ننۍ نړۍ کې تر ټولو زیات چلېدونکې اډه ترهګري، د کوم لپاره چې د پاکستان اساس او بنسټ اېښودل شوې دی. پاکستان د نړۍ هغه اډه ده چېرته چې د نړۍ هر لوي تروریست او ترهګر دې نړۍ ته سترګې پرانیستې، هلته يي په مذهبي جننوني مدرسو کې خاپوړې کړې او را لوي شوي دي.

د پاکستان حکومت د سعودي عرب سره  اوگه په اوگه  د ودریدلو او د حرمین شریفین د تحفظ خپل لوظ یو وار بیا په یو داسې ناقراره وخت کې تکرار کړی دی چې په منځني ختيز کې په فرقه ایزه بنیادونو د جگړې ورېځې خورې شوې دي-   د سيمې د چارو ځاېي او نړیوال څا رونکي واېي چې  د تهران اود ریاض جگړه په  سيمه کې سخته بې آرامي پیدا کولې شي – په واشنگټن کې د څیړنيزه ادرې پیئویوه تازه نظر پوښتنه (سروی) کې ښودل شوي دي چې په منځني ختيز کې د شیعه او سني تر منځه موجود فرقه ايزه اختلافونه په سيمه کې په خوریدلو دي –

بختور :- نوستا ګنې دا خیال دے  چې دا انتخابات د عوامو د خپلو حقوقو لاس ته راوړلو اصولی جدوجهد دے او دا نامزد کړے شوی لیډران د دوي د حقوقو لاس ته راوړلو او دوی ته د ورکولو علمبردار.

د نور کله په شان نن بیا مونږ د تاؤده بېلر نه چاپېره شوی یو د بېلر چار چاپېره نغرے د ایرو ، ښځلو، او نسوارو د وچو او لمدو چونډو او پېړو ډک دے. دزمکې نه د کوټې د چته پورې ټوله خلا د چرسو او سیګرټو لوګو پوره کړېده. د ټول ټاکنو ورځې دي  ځکه چې امیر المؤمنین د دیارلس کروړه مؤمنانو منتخب حکومت له لته ورکړېده سره له دې جوازه د ملک او قوم د ابادئ ، خوشحالئ او د غلو رهزنونه د خلاصی هم دغه یوه اخری لار وه هم د دغه مقدس امر په نیتجه کښې په هر دېوال ، هره لاره ، هر ګاډي او هر بېنر د سور انقلاب ، شین انقلاب او اسلامی انقلاب نعرې ولیکلے شوې  او د دغه انقلابونو په هر لور اوازه ده. هر سیاسی او غېر سیاسی فرد یې پخپله رنګینه غېږه کښې د ځان سره هم اواز کړے دے.تر دې چې زمونږ په محفل یې خپل څادر خورکړے دے.تل ودان بیلر ته نېزدې  په بستره پروت دے یو بالخت ته یې ډ ډه وهلې ده او بل یې د غری لاندې کړے دے بختور ته یې مخ کړو او وې وئیل! بختوره څه دې خیال دے دا انتخابات به څوک ګټي؟. بختور نور هم بېلر ته رانېزدې شو لاسونه یې د تودولو په غرض بېلر ته نېزدې کړل. او وې وئیل هم هغه زاړه خلق ! یا په خپلو څېرو کښې او یا په بدلو څېرو کښې.

که په لراوبرکې دوه میاشتې ټول پښتانه یوازې په پښتو ژبه خبرې وکړي

یوازې په پښتو لیک او لوست وکړي

 یوازې په پښتو مکتوب ولیکي

  یوازې د پښتو ورځپاڼې ولولي

 یوازې د پښتو تلویزونې خپرونې وګوري

 یوازې د پښتو رادیو واوري

یوازې د پښتو ویب پاڼې ولولي

یوازې د پښتو موسیقي واوري

یوازې د پښتو ښونځې ته بچیان واستوي

 یوازې د پښتو لوحې په دکانواوکورونو ولیکي

یوازې د پښتو سره مینه وکړي

 لږه شیبه وروستو بختور ووې.

هلکه! ماسټر صیب دا خو دې عجیبه خبرې وکړې.

روغانے :- ما عجیبه خبرې نه دي کړي بلکښې چې هغه څه وئیل د هغې جواب مې ورکړے دے.

بختور:- ښا ! دا راته ووایه چې ستا خپل څه خیال دے ؟

روغانے :- زه فکر کوم چې دا هرڅه د انسان په سوچ او فکر اډانه لري.

زبردست خان:- ساده سړیه د سره دې مازغه کار نه کوي پدې کښې د الله دا منشا پټه وه چې هغه په زمکه انسان پېدا کولو او انسان یې د دې لپاره پېداکولو لکه فرمائي ، زه پټه خزانه ووم او ما وغوښتل چې زه دې وپېژندے شم ما مخلوق پېدا کړو او هم د دې لپاره چې هغوی له خپل انعامات ورکړم.

شېطان د دغه بغض او حسد له وجې د ادم او دهغه د اولاد ازلی د ښمن دے او کوښښ کوي چې د ادم اولاد د ښه کارونو نه منع کړي او په بدو کړونو یې اخته کړي او خپل زړه یخ کړي.

دوه ورځې د مخه کله چې ولسمشر غني د اسیا زړه کانفرانس لپاره اسلام اباد ته لاړو نو د پاکستاني لوري لخوا يي لکه د اوباما او یا هم د شي جین پینګ په څېر هرکلی وشو. د اسیا زړه کانفرانس چې د استنبول کانفرانس په دوام دا ځل په پاکستان کې دائېر شوې ؤ او موخه يي په افغانستان کې د سولې ثبات او د طالبانو سره د سولې خبرو اترو په اړه وه. د کانفرانس له مخه داسې ګونګوسي زیات ول چې ګواکې ولسمشر غني به په دې کانفرانس کې برخه وانخلي، ځکه چې د پاکستان په نیت او اراده کې هیڅ فرق نه دې راغلې. له هغه وروستو چې ولسمشر غني وویل چې دې به پخپله په دې کانفرانس کې برخه اخلي، بیا د ډېرو خلکو او سیاسي شنونکو لخوا دا وړاندیز کېدلو چې ولسمشر غني دې د پاکستان په تود هرکلي او په هر ځل خوږه او پسته ژبه نه غولېږي، مګر د ولسمشر غني د اسلام اباد ته په رسېدو سره سم چې کله د پاکستان د وزیراعظم، د لوي درستیز، په میدان کې د سرو کالینو او د یوویشتو توپونو د سلامۍ  د تود هرکلي سره مخ شو نو پرمخ يي مسکا را خوره شوه.

یوه ښائیسته نورانی بشره تکه سپینه اوږده اوږده ږیره او تک سپین لوئ لوئ وېښته چې په اوږو ورته ځانګي. اوږدې تسبې په لاس د کوټې په یو ګوټ کښې په خپل ذکرکښې مشغوله دے.باهر واورې ورېږي او د ډېر یخه د سړی هډوکي و چېږي. دننه په کوټه کښې بېلر سور دے او اعتبار خان ورته نور لرګي ور پسې کوي او لا غرغنډه جوړوي.او د اور د دغه تاؤ له وجې کوټه داسې ګرمه شوېده چې خوپه ترې خېژي.

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes