Tuesday, 17 October 2017

د امریکا سره د امنیتي تړون دا دې څه درې کاله پوره کېږي، مګرهغه ژمنې او وعدی چې له افغانستان سره شوې وې لاتراوسه په عمل کې نه دې ثابته شوي. ددې ترڅنګ د افغانستان راتلونکی او امنیتي ننګونې تر بل هروخت زیات تت لیدل کېږي. د داعش د نفوذ زیاتېدل، د طالبانو په حملو کې ورځ تر بل شدیدوالی، د ملي یووالي حکومت دننه د پوزیشن او اپوزېشن ناندرۍ او ګډوډۍ، نوي ائېتلافونه او د امریکايي لنګرګوټيانو لخوا په افغانستان راتپل شوې جګړه اوس قراردادي کول هغه څه دي چې د شته نظام لپاره تر ټولو لوي سردرد او ننګونه ده.

 ډېرو افغانانو د ټرمپ د ولسمشر کېدو هرکلی ځکه وکړو چې فکر يي کاوه چې ګواکې ولسمشر ټرمپ به د افغانستان مسله حل کړي او هغه خبرې چې د ولسمشر کېدو د مخه يي کولاې چې ګواکې د هرې مسلې حل پوځي نه دی نو همدارنګه افغانانو هم داسې انګېرله چې د ټرمپ ادارې اکثرا لوړپوړي چارواکي هغه پوځي مامورین دي چې په افغانستان کې يي ماموریت ترسره کړی دی او د مسلې له هر اړخ سره خورا بلدتیا لري. مګر اوس دا ټول وړاندوینې او فکرونه ناسم راخېژي.

په دوهمه برخه کې مو په اسیا کې د امریکا د راتلونکی تګلارې په اړه یادونه وکړه او په‌ ځانګړي ډول د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور بریژنیسکي د ټرمپ ادارې ته د هغې مشورې چې د چین د نفوذ د مخنیوي او په اسیا کې د قدرت د موازنې لپاره باید څه وکړي.

د تېر زیارت په ورځ په برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو او د امریکا د دفاع وزیر ناسته درلوده. د ناستې مهم موضوعات د روس څخه د ناټو غړو هېوادونو ته ورپیښو امنیتي خطرونواو چلینجونه مخنیوی او همدارنګه د تروریزم ضد جګړه ول. کله چې هم د تروریزم ضد جګړې خبرې کېږي نو ډېر فوکس په افغانستان کېږي. د لویدیځو رسنېو او شننونکو مطابق دا د امریکا او ناټو غړو هېوادونو لپاره په تاریخ کې تر ټولو اوږده او ستونزمن عملیات او ماموریت ګڼل کېږي چې لاتراوسه نه دي توانېدلي چې د افغانستان مسله حل کړي.

په تېره برخه کې مو د هند او امریکا له لوري د «ورېښو د نوې لار» ګډې پروژې په اړه یادونه وکړه او همدارنګه په اسیا کې د امریکا د واک توازن د رامنځته کولو (Rebalancing Asia)‌ په اړه هم یادونه وکړه او د هماغې لیکنې په دوام به په دې برخه کې لږ پسې نور وضاحت وکړم.

لیک: افراسیاب خټک The West Asian volcano
یا د غربي اسیا د آتش فشاں تر سرخط لاندې په خپله لیکنه کې افراسیاب د سیمې اوسنو پخوانو او راتلونکو حالاتو ته ژوره کتنه کړې ده
محترم افراسیاب لیکي 
دغه آتش فشان ‌‌‌‌‌‌ډز وهلو ته چمتو دی په سیمه کې د څو کلونو سیاسي رقابتونو. سیاسي شننونکي ګوته په غاښ کړي دي 
په ایران دننه دوه مهم ترهګري بریدونه چې پرله. پسې د پارلیمان په ودانۍ او د امام خمیني په مقبره کې وشول. دا د ایران د ویاړ نښې دي ځکه دا بریدونه تر زلزلې کم نه دي 
افراسیاب خټک. د دې بریدونو د اهمیت لاملونه شماري 

انتهاپسندي د یوکار کولویاموخې ترلاسه کولولپاره د ممکن او ناممکن ترحده تللوته وائي اتهاپسندي یوه جذبه ده یا یوجذباتي تصوردے چې د یوفرد د ځاني غوښتنوګټو خوندي کولو یاډېروالي په هڅه کښې یا دتاوان دویرې د اثره زېږي.دایوه شعوري حیواني جذبه ده یا یو نرګسیت دے چې د ځان نه پرته بل هیڅ هم نه ویني د یو فرد اراده اوجذبه د خپلو ځاني غوښتنو ګټو اوتصوراتوښکېل شي یعنې دغه فرد یواځې په ځان خپلوغوښتنواوارادوکښې ورک شي د ښه اوبد تمیزکول ورته ګران شي او د ضد په لومه کښې ونخلي. انتها پسندي په ځانګړې توګه د قدغن نه تودوخي اخلي.

            په هېواد کې د سیاسي او نامنۍ روان بهیر او په سیمه کې د نوو او زړو نیواکګرو رقابتونه مو په داسې یو کشمکش کې راګېروي چې د راتلونکي په اړه ویل راته خورا سختوي. د هېواد حالاتو: نامنۍ، بې روزګارۍ، د ولسي او نظامي مرګ ژوبلې ګراف ورځ تربلې لوړېدل مو اندېښنې لاپسې زیاتوي.

            د زړو نیواکګرو په موجودیت کې اوس تر بل هر وخت زیات ترهګر په افغانستان کې عملیات کوي. ویل کېږي چې په افغانستان کې شل تروریستي ډلې ټپلې دا مهال تروریستي بریدونه کوي، تروریستي ډلې کوښښ کوي چې دلته خپل پټنځایونه ولري او د ملي امنیت مشاور مطابق تروریستي ډلې ټپلې کوښښ کوي‌ چې د افغانستان د تاریاکو او مخداره موادو مارکېټ تر خپل کنټرول لاندې راولي ترڅو له دې لارې دوي خپل تروریستي اهدافو لپاره مالي ضروریات پوره کړي.

د نړۍ د ډېرو لويو سياستوالو او انقلابي رهبرانو غوندې ارواښاد عبدالرحيم مندوخېل هم يو هغه سياسي رهبر او لارښود وو، چې نه يواځې يې له ځوانۍ تر مرګه په عملي سياست کې فعاله ونډه واخيسته، بلکې ورسره يې د خپل ګوند او د قام د ځوانانو د سياسي او تاريخي پوهې د زياتولو لپاره له قلمه هم کار واخيست او ډېر څه يې وليکل، ده تر ډېره د خپلې خاورې د هغې زمانې تاريخي پېښې وڅېړلې، چې انګرېزانو هند تر خپلې ولکې لاندې راوستى وو او په دې ترڅ کې يې د افغانانو خاوره د «ګندمک» او «ډيورنډ» په تړونونو سره ووېشله او لا ډېره شديده اړتيا وه چې ده بايد له ١٩٤٧م کاله را وروسته- چې د پښتنو د ناورين پيلامه ده- بيا تر اوسه پورې په پاکستان کې د پښتنو د ژوند په اړه ژوره سياسي څېړنه کړې واى او څه چې ده پخپلو سترګو ليدلي، هغه يې د خپل «ژوندليک» په بڼه ليکلي واى، چې د قام ځوانانو او نويو سياستوالو ورڅخه د سبا ورځې لپاره رڼا اخيستې واى، خو ژوند ورسره وفا ونه کړه او په داسې وخت کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې، چې د قامي سياست او تاريخ ډېر نيمګړي څپرکي لا ورته پاته وو، چې بايد بشپړ يې کړي.

د ژوند د قافلو ستر سالار له فاني دنيا څخه سترګي پټي کړې. هغه سالار چې د حالاتو په تورتم کې يې د ژوند، د رنګ، د نور او د رڼا سندري ويلې. په دوزخي غرمو کې يې د جنت جنت وطن قصې کولې. په خزان وختونو کې يې د ګلونو د وږمو خبري کولې.

د وطن مور بوره نه ده، ډېر غښتلي زامن لري، خو نن به خفا ډېره وي. داسي زوی کله کله مور پيدا کوي. دا يو زوی وو. دا نو په زامنو کې يو زوی وو. دا د مور وطن په هغه زامنو کې يو وو چې مور به يې تل يادوي. داسي زوی مور کله کله زيږوي. کله کله. که يې تل زېږول، شال به يې داسي تار تار په وينو سور نه وو.
نن دا وطن دا نشي ويلای چې ما کله ږغ وکړ او دا بچی زما پر ږغ را ولاړ نه سو، تر سر تېر نه سو، دا داسي ليونی وو. ګوری، داسي ليوني به وخت نور هم غواړي.نن به د وطن ټول رښتني بچيان خفا وي. نن د دوی سکه ورور ولاړی.

            مونږ د یوویشتمې پېړۍ په داسې یو پړاو کې اوسېږو چېرته چې پخواني نیواکګر له لوي لړ اقتصادي ستونزو سره مخ دي‌ او د سړی جګړې را وروستو هغه حالت چې نړېوال نظام یواځې د یو هېواد لخوا اداره کېدو اوس داسې يو پړاو ته ننوتې چې نړېوال نظام به له یو قطبي سیستم (Unipolar System) څخه څو قطبي سیستم (Multipolar System) پر لوري ګامزن دی. د یوویشتمې پېړۍ په روان وخت کې د پخوانېو نیواکګرو برلاسیتوب (Hegemony) له خطر سره مخ ده، او نوي نیواکګر ځانونه چمتو کوي‌.

د روانې میاشتې (اپریل) په ۲۶ نېټه د پاکستاني لوړپوړو پوځي چارواکو کابل ته په سفر راغلي هېئت څخه داسې څرګندېږي چې دغه سفر د بلخ د پېښې څخه د مخه پلان شوې ؤ. د دغه لوړپوړي پوځي چارواکو له سفر څخه وروستو به د پاکستان د لوي درستیز او د څارګرې ادارې نوي مشران هم کابل ته په راتلونکو څو ورځو کې سفر وکړي.

زه داسې انګېرم چې د افغان ملي اردو په روغتون او په ۲۰۹ لمبر قل اردو دوه حملې هغه څه دي چې د دې سفر په موخه پلان شوې وې ترڅو پاکستان کابل د خپل فشار لاندې راولي او د پاکستان خبرو ته غوږ کېږدي.

د حکمتیار په اړه مې داسې اورېدلي وو!

حکمتیار چې کله چیرته ځي اوه  (۷) یو شکل یو ماډل موټر ورسره بدرګه وي په هر موټر کې د حکمتیار په څېر کس یا کاپي یې ناسته وي هیڅوک نه پوهېږي چېحکمتیار کوم یو دی یا اسلي حکمتیار په کوم موټر کې ناست دی.

کومه ورځ چې مجاهدین کابل ته راغلو له هماغې ور‍ځې د کابل بربادي پیل شوه هر یو تنزیم خپل خپل ځایونه ونیول او جنګ پیل شو پکر کړم له باندې پرې موافقه شوېوه چې د کابل کوم ځای به د کوم تنزیم وي دومره مې په یاد دي چې کابل ختیځه برښه کیدای شي د حکمتیار رسېدلې وه په ویش کې.  د حزب اسلامي ځواکونهراورسیدل او د حکومکت چارواکو هر څه ورته تسلیم کړو یو ډز ډوز وو څوک خوشاله وو څوک ځپه وو خو ډیرو خلکو په زړه ارمان وو چې شکر نور خو جنګ ختم شو.

 په تېرو دوو برخو کې مو د سوریي په حالاتو او روسيي ته کتنه وکړه، په درېيمه برخه کې غواړم چې د امریکا لخوا په اچین ولسوالۍ د بمونو د مور د استعمال او د پخواني ولسمشر کرزي لخوا د امریکا له افغانستان نه د شړلو ته یوه لنډه کتنه وکړم.

په دې ورځو کې په ټولنیزو رسنېو کې د امریکا لخوا د بمونو د مور د استعمال په هکله ګرم بحثونه روان دي او خلک يي په دووه ډلو وېشلې دي. یو ډله خلک ددغه بم د استعمال په حمایت کې او بله ډله خلک بیا ددغه بم د استعمال سره مخالفت ښکاره کوي. د دغه بم د حمایت ډله ډول ډول دلایل د خپلې ادعا د اثبات لپاره راوړي، او په دې وروستېو کې خو د پخواني ولسمشر کرزي ویناوې يي د خپل د زړه  بړاس د ویستلو لپاره یوه ښه اله جوړه شوې ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ پرون ورځ دا ومنله چې په افغانستان کې د  ایټمي بم څخه وروستو تر ټولو لوي بم چې د بمونو مور يي هم بولي د استعمال حکم يي د ټرمپ لخوا نه دی لاسلیک شوی بلکه هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د روانو عملیاتو اجازه يي په افغانستان کې د مېشتو امریکايي او ناټو پوځیانو قوماندان ته ورکړی ده چې د عملیاتو نګراني پخپله وکړي. د بلې خوا د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي بیا ددغه بم استعمال په کلکو ټکو وغندلو او دا يي په افغانستان کې د امریکایانو لخوا د خپلو وسلو د ازمایلو یوه بهانه وګڼله.

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes