fbpx
سیمه او افغانستان لیدلوري

امریکا باید ائی ایس ائی تروریستانو لیست کې اچولی وای

لیکوال افغان جرګه

دوه ورځې ترمخه د امریکا ولسمشر اعلان وکړو چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک چې د انقلاب ساتونکي ځواک په نامه هم مشهور دي د تروریستانو په لېسټ کې شامل کړو. امریکا وايي چې سپاه پاسداران یوازی د ترهګرو ملاتړي نه بلکه هغوي ته د بودیجۍ د برابرولو کې فعاله ونډه لري نو ځکه دغه ځواک يي د بهرنېو تروریستانو په ډله کې شامل کړی دی.

د امریکا بهرنېو چارو وزیر وايي چې دغه پرېکړه يي‌ د ایران ولس سره د مرستې او هغوي د بېرته خپلې ازادۍ ګټلو په موخه کړی دی.

خو اصل خبره دا ده چې په کومه پېمانه ائی ایس ائی د تروریستانو په روزلو، ملاتړ او هغوي ته د مالي سرچینو په برابرولو کې ښکېل دي بل هېڅ کومه ډله، استخبارات او دولت يي بیلګه نه شي جوړیدای. د امریکا له دغې اقدامه ښکاري چې په ایران کې د رژیم د بدلولو لپاره له هرې وسیلې ګټه پورته کوي، او په غالب ګومان به امریکا د ایران د اخوندي نظام پرضد د افغانستان خاوره استعمال کړي.

که خبره د تروریزم د ځپلو او د منځه وړلو وي نو بیا دې امریکا یوازی سپاه پاسداران نه بلکه د پاکستان پوځ او ائی ایس ائی هم په کې شامله کړي که نه مونږ ته هسې هم پته ده چې امریکا تل د افغانستان سره دوه مخیتوب کړی دی.

افغان دولت باید امریکا او متحدینو ته واضحه کړي چې دوي په هېڅ ډول هیچا ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دې د دوي د خپلو ګټو او موخو لپاره استعمال شي.

Leave a Comment