fbpx
لیدلوري

د چین او پاکستان اړیکې مخ په خرابېدو دي

لیکوال افغان جرګه

د چین او پاکستان اړیکې د ۱۹۶۰م لسیزې څخه رانیولې بیا تر اوسه پورې خورا ښې او دوستانه اړیکې لري. چین تل د سیمې په اړه حالات او هرڅه د پاکستان له نظره کتل. د دوو هېوادونو اړیکې تل ډېرې نژدی او پاکستان ته به چینایانو د اوسپنیز دوست خطاب کاوه چې ګواکې د اوسپنې په څېر غښتلې او محکم دوست هېواد دی. خو له هغه وروسته چې چین په پاکستان کې پانګونه وکړه او هلته بیا يي له نژدې هرڅه ولیدل نو پوه شول چې پاکستان یو داسې هېواد دی چې پرې هېڅ ډول تکیه کول اسانه کار نه دی. دوي پوه شول چې پاکستان لکه د یو کاسیرې او کچنۍ عادت اخیستی چې تل يي د بل په جیب نظر وي.

له چینایانو دا هېره وه چې تر پاکستان د سپین بادار له خوا جوړ شوی د قومونو زندان ؤ چې بیا ورسته پرې امریکا پانګونه وکړه او دوي ته به يي خپل زکاتونه او خیراتونه ورکول. د چین د یو کمربند یو لار په برخه کې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د ۵۶بیلینه ډالره پانګونې پروژې وروسته چینایانو په دې یو څه سرخلاص شو چې پاکستان دغه پانګونه بهرنۍ مستقیمه پانګونه ( FDI: Foreign Direct Investment) نه بلکه دغه ستر رقم د امریکا او د نورو هېوادونو په څېر د حجرتي قاتلانو د سر ساتلو او د تروریستانو دېرې چلولو په څېر د دوي انعام دی. دوي په چینایانو سترګې پټې کړې او په سیمه کې د بلوچو او پښتنو په شته ستونزو يي خاورې را واړولې او له دوي يي ځمکني حقایق پټ کړل. راپورونه شته چې وايي چین له پاکستان څخه د دوي په وروستې اقدام چې سعودي عرب د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز کې د راشاملولو اړوند هېڅ سلا مشوره نه ده کړې او له دې وجې په چینایانو کې یو څه اندېښنې راپیدا شوې دي.

په وروستېو کې د پاکستان حکومت چې له سترو اقتصادي ننګونو سره مخ دی داسې ګڼله چې ګواکې چین به د دوي لاس نیوی وکړي او دوي به له دغه مشکل څخه راوباسي، مګر پاکستان دا هرڅه په وړیا غواړي او فکر کوي چې ګواکې که دوي هرڅه له چین وغواړي نو دوي به يي ورکړي. د چین تګلاره ډېره پاکه او صفا ده او هغه دا چې چین په هر هېواد کې پانګونه کوي. دوي وايي چې راځئ دوه اړخیزې ګټې په نظر کې ونیسو او دواړه خواوې ګټونکې شو، مګر پاکستان چې د امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې کې تر ټولو نژدې اتحادي پاتې شوې دی له دې تګلارې خو یا ناخبره دی او یا هم په خیراتونو روږدی دی. تېر کال چې کله عمران خان چین ته په سفر ولاړ نو هیله يي دا وه چې ګواکې له چین څخه به یو ستر پکیچ ترلاسه کړي او دوي به ائی ایم ایف ته په تګ نه مجبورېږي مګر چین بیا هم له اوږد سوچ او فکر وروسته دوي ته یوازی څه ۲،۵ بیلینه ډالر د قرضې په ډول ورکړل. وجه يي مونږ د پاکستان خراب اقتصادي حالت چې هېڅ پته نه لګېږي څرنګه به دغه قرضې واپس کوي‌ او د دې ترڅنګ د پاکستان د یو روښانه او مالومې تګلارې نه شتون چې اخر دوي د چا اتحادیان دي؟

په سیمه کې د چین تر ټولو ستر مشکل دا دی چې دوي د سیمې له کلتور، دود دستور، ژبو او د شته حساسیتونو څخه پوره اګاهي نه لري او لویه وجه يي هم دا ګڼلی کېدای شي چې دوي په هغه اندازه خلک نه لري‌ چې د سیمې هېوادونو په ژبو خبرې وکړای شي او هلته د نورو پلټنو په موخه ولاړ شي نو ځکه چین تر ډېره بریده په پاکستان په دغه برخه کې تکیه کوي خو اوس داسې ښکاري چې چین نور له دوي لاس وینځي او د سیمې اړوند ټولو حساسیتونو ته په کتو سره نور خپله لاس په کار کېږي.

Leave a Comment