fbpx
سیمه او افغانستان

سفیر یاو جینګ: طالبان یو سیاسي قوت دی

لیکوال افغان جرګه

په پاکستان کې د چین مېشت سفیر یاو جینګ په پېښور کې د طالبانو په اړه د چین حکومت نظر څرګند کړی دی چې چین طالبانو ته ولې او څرنګه د یو سیاسي قوت په سترګه ګوري.

د چین سفیر یاو جینګ دغه څرګندونې په پیښور کې د یو ګردي میز په وخت کړې دي. د دې ترڅنګ هغه د چین د لویدیځو سیمو د امنیت په اړه هم یادونه کړې دي چې څرنګه د افغانستان نامني يي د هېواد لویدیځې مسلمان مېشتو سیمو باندې مستقیم اغیز کړی دی.

دغه څرګندونې د دې ښکارندوي کوي چې په ځانګړي ډول ۲۰۱۱م کال را وروسته د امریکا له ناسمو پرېکړو له وجې سیمه اییز هېوادونه نور د افغانستان په مسله کې د امریکا په تګلاره او رول نه یوازی دا چې د شک په نظر ګوري بلکه اوس غواړي چې له طالبانو سره مستقیم خبرې اترې وکړي او د افغانستان مسلې ته د سیمه اییزې اجماع له لارې د حل لاره وباسي. د ماسکو، بیجینګ، تهران او په دې اخر کې د دهلي وروستۍ هڅې چې له طالبانو سره مستقیم خبرې وکا دې د ملي یووالي حکومت د ناکامه او ناسمې بهرنۍ تګلارې څخه پرده اوچتوي چې يي ونه شو کړای ترڅو د سیمه اییزو هېوادونو اندېښنو ته مثبت ځواب ووايي برعکس سیمه اییزو قوتونو د افغان دولت پرځای له طالبانو سره خپلې اړیکې نژدې کړې او له هغوي سره مذاکرات کوي.

Leave a Comment