fbpx
د پښتون ژغورنې غورځنګ کوزه پښتونخوا

د پاکستان ریاست له پښتنو سره په بدترین چلند لاس پوری کړی دی

لیکوال افغان جرګه
د انځور په اوله برخه کې عالمزیب مسید د عدم تشدد او په سوله امییزه ډول پښتون ته د ژوندون او حق غوښتونکي په زنځیرو کې تړل کېږي او په نوموړي د تروریزم محکمې چلېږي، مګر د پښتنو قاتلان بیا لکه د انځور په دوهمه برخه کې د راو انور په څېر مکمل سیکیورټي پروټوکول څخه برخمن وي او خلاصې تڼۍ ګرځي.
د پاکستان ریاست په دغسې کړنو سره یوازی غواړي چې پښتانه راوپاروي او بیا ورته د دوي د وژنې او د راو انور په څېر د نورو درنده او وحشي انسانانو د راخوشې کولو جواز پیدا کول غواړي ترڅو د پښتون وژنه دوام ومومي، خو د سپین بادار تور مریی باید کله هم داله یاده ونه باسي چې پښتانه به د پنجابي فاشیست او استبدادي نظام دغه ظلمونه او کړنې هېرې نه کړي.

Leave a Comment