د تراژيدي ښائست هغه کيفيت نه څرګندوي کوم چې په لږ يا ډېر په ښکاره بڼه، په ژوند کې هر چرته شتون لري. د ژوند په ننداره کې، د هغه دړد په زغملو کې چې د زغملو نه وي، يو تقدس شته، يوه لويه ويره، د پراختيا احساس، ژورتيا، د وجود نه ختمېدونکې راز، په کوم کې چې د دړد په يوه عجيبه خړوبي کې، کړېدونکی، د غم په مزي له نړۍ سره تړل شوی وي. د بصيرت په دې لحظو کې، موږ د موقتي ارمان ټوله ليوالتيا له لاسه ورکړو، د وړو موخو د پاره مبارزه او هلي ځلي، د بې اهميته شيانو ټوله پاملرنه کوم چې و ظاهري نظر ته ورځينی عادي ژوند جوړوي، موږ پوهـ شو، د نری دړي ګېر چاپيره چې د انساني ملګرتيا په رڼا کې ځليږي، تياره سمندر دې چې په رغړنده څپو يې موږ د يوې لنډي دقيقې د پاره پورته کښته شو، په لويه شپه کي يواځې، يوه يخه چاودنه زموږ په استوګنځای؛ د انسانيت ټول يواځيتوب د مستبد ځواکونو په منځ کې د يوه وګړي روح ته چمتو وي، کومه چې به يواځي مبارزه کوي چې هر څومره زړورتوب لري، د کائنات د ټول بار په ضد چې د ده په اميدونو او ويره کې ری هم نه وهي. بری، په دې مبارزه کې د تيارو له ځواک سره، د اتلانو په درانه مجلس کې رښتنې د تعميد غسل (هغه غسل چې د عيسوي کولو په وخت ورکول کيږي) دې، د انساني وجود په بريالي ښائست ور دننه کېدلو رښتني مراسم. د بهرنۍ نړۍ سره د روح د مخامخ کېدو د لړزونکي پېښي څخه، پرېښودل، ځيرکتوب او زړه سوی زېږي؛ او د دوی له زېږېدو سره يو نوې ژوند پئېل شي. هغه ځواکونه چې مخه يې نه نيول کيږي، د کومو چې موږ ګوډاګي ښکارو، د زړه زيارت ته دننه کول — مرګ او بدلون، د تېرشوي وختونو نه راستنېدل، د کائنات د پوچوالي څخه تر پوچوالي پوري ړندې تازيلي (تادي) ته د انسان بې وسي — دا شيان احساسول او مالومول داسي ده لکه بری چې ورباندي ومومې.
له هم دې کبله تېر شوې وخت دومره جادوګر قوت لري. د ده بې خوځښته او چپ انځور لکه د مني د پای ښائسته پاکوالې، کله چې پاڼي، که څه هم يوه ساه يې راغورځولی شي، بيا هم د آسمان په مقابل په يوه طلائي برم ځليږي. تېر وخت نه بدليږي نه هلي ځلي کوي، لکه ډنکېن (يوه امريکن ډانسره) د ژوند د ناکراري تبي پس ښه ويده شي؛ کوم چې ليوال او نيواکګر وو، کوم چې ووړ او موقتي وو، ګار شول، کوم شيان چې ښائسته او تل پاتې وو داسي ورڅخه وځليږي لکه په شپه کې ستوري. د دې ښائست، د هغې روح د پاره چې وړ يې نه وي، د زغملو نه دې، خو هغې روح ته چې په بخت يې بری موندلې وي د مذهب کونجۍ ده.
د انسان ژوند، که دباندي ورته وکتل شي، د فطرت د ځواکونو سره که مقايسه کړل شي، ډېر وړوکې شی دې. مريې بې له دې بله لار نه لري چې د وخت، بخت او مرګ عبادت وکړي، څله چې دا تر هر هغه شي لوئي دي چې دی يې په ځان کي ويني، او دا په دې چې د ده ټول فکرونه له هغه شيانو څخه جوړ شوي وي چې دوی (وخت، بخت او مرګ) يې ډېر په چابکي سره خوري. لکه څنګه چې دوی لوی دي، د دوی په حقله ډېر فکر کول، د دوی بې جذبې برم حسول، پخپله ستر کار دې. هم داسي فکرونه له موږه خپلواکه انسانان جوړوي، موږ د حتمي/اړين و مخې ته د ختيځ تابعيت په څېر سر نه کښته کوو، موږ يې جذب کړو، او د خپل وجود برخه يې وګرځوو. د ځاني خوشالۍ د پاره مبارزه پرېښودل، د موقتي هيلي ليوالتيا پرېښودل، د تل پاتې شيانو د پاره په يوه جذبه سوځېدل — هم دا خلاسون دې، او هم دا د خپلواک سړي عبادت دې. او دا خپلواکي د بخت فکرونه اغيزمن کړي؛ بخت پخپله د ذهن ځپل شوی دې چې هيڅ هم د وخت پاکونکې اور ته نه پريږدي.
د خپلو ملګرو سره په يووالی، په يو داسي تړون چې تر هر تړون ټينګ دې (او دا تړون) د شريکي بدبختۍ دۍ، خپلواک سړی پوه شي چې يو نوی تصور تل له ده سره وي، چې د ژوند په هر ورځني کار د ميني رڼا شيندي. د انسان ژوند په تياره کې ستړې مزل دې، چې په نظر نه راتلونکي ځواکونو کې راګير وي، په ستړيا او دړد خوږ کړل شوی، د داسي منزل په لور چې لږ خلګ ېې د رسېدو تمه لري، او هلته به يو هم تر ډېره استوګه و نه کړي. يو يو، څنګه چې دوی روان وي، زموږ ملګري زموږ له نظره ووځي، د زورور مرګ په خاموشه حکم ونيول شي. څومره لږ وخت له موږ سره وي چې د دوی مرسته وکړلی شو، کوم کي چې د دوی د خوشالي او خواري پرېکړه کيږي. هم موږ به د دوی په لارو د لمر رڼا پاشو، د خواخوږۍ په ملهم يې د غم بار سپک کړو، دوی ته د نه ستړې کيدونکي ګراني سوچه خوشالي ورکړو، بايللې همت يې ور ټينګ کړو، د ناهيله کيدو په وخت کې باور ورکړو. راشۍ چې په نازړه تول کې د دوی ښېګړي او عيبونه و نه تلو، خو بس د دوی د اړتياو په حقله فکر وکړو — د دوی غمونه، مشکلات، ړوندوالی، کوم چې د دوی د ژوند خواری جوړوي؛ راشۍ چې ياد وساتو چې دوی هم په دې تياره کې زموږ غوندي ځپل شوي ملګري دي، له موږ سره د يوې تراژيدي لوبغاړي دي. او هم داسي چې کله د دوی وخت آخر شي، چې د دوی ښه و بد د ماضي په ابديت کې تل پاتې شي، هم موږ به د دې احساس کوو، چرته دوی و ځورېدل، چرته دوی پاتې راغلو، (خو) زموږ هيڅ يو عمل د دې علت جوړ نه شو؛ خو چې کله به هم د مقدسه اور ترغزي د دوی په زړه کې رڼا وکړه، موږ به ډاډ ورکولو ته چمتو وو، د خواخوږۍ سره، د زړورو ټکو سره چې لوړ همت به پکښې ځلېدلۍ.
د انسان ژوند لږ او بې وسه وي؛ په ده او د ده په توکم باندي څوکه، بې رحمه او تياره يقيني بدبختي لويږي. ښه و بد ته ړوند، د ورانی بې مخي، زوروره ماده بې له مخنيوي رغړي؛ د انسان د پاره، نن مجبوره دې چې خپل نازولی و بايلي، سبا به پخپله د تيارې له ور څخه تيريږي، يواځې دا د زړه خوشالولو پيلامه ده، تر دې له مخه چې وار راځي، هسک فکرونه چې د دده وړه ورځ اوچتي درجې ته رسوي؛ د بخت د مريي بې زړه ويري له پامه وغورځوي، په هغه زيارت کې عبادت وکړي چې د ده خپلو لاسونو جوړ کړې وي، د چانس له امپراتوري بې زړه نه شي، د هغه خپل سري استبداد څخه خپل ذهن ليري ساتل کوم چې د ده په دباندي ژوند باچهي کوي، له وياړه ډک مبارز د هغه ځواکونو په ضد چې مخ نيوی يې نشي کيدلی او زغمي يې ، د يوې دقيقي لپاره، د ده پوهنه او د ده غندنه، ايکړه دوام ورکول، ستړې خو ياغي اتلس، نړۍ چې د ده خپل ايډيالز جوړه کړې که څه هم د بې شعوره ځواک چختاړونکې پرېډ (مارش) روان وو.