fbpx
سیمه او افغانستان کوزه پښتونخوا مقالې

هر څؤک دي د خپل ملا…!

لیکوال سرؤبن کاکړ

ویل کیږي یو وخت یو زیات شمېر تالیبانؤ له یوه کاکړ ځوان سره ښخه وکوله او تالیبانؤ خورا کلک وَوهلؤ. خو کله چي ځوان خپل ځان له لنډه غرؤ تالیبانؤ ازاد نؤ د خپل کلي پخوا یې منډه کړه. چي منډې یې وهلې نؤ مخ راغبرګ کؤ او تالیبانؤ ته یې نؤرې هم ډېر ښکنځاوې کولې خو یوه ښکنځا یې دا وه چي “تالیبانؤ پر تاسي خو مي وس نه رسېدلؤ، خو د خپل کلي د ملا به مور غَیَـ…….!”

په رسنیؤ کې ویل کیږي چي پنجابي پوځ ټؤلې مدرسې تړلې دي او د ایمران خان، ملاسمیولهک، ملا پزولرامان او نوازشریف په مرسته یې ځانمرګؤ ته د افغانیستان پر خوا د مارش امر ورکړی دئ.

دا هم ویل کیږي چي اوس د پاکیستان پوځ رسمي ټولئ درېشي وباسي، ږیرې اوږدې کي او ځانونه ببر کي بیا نوم ورباندي کښېږدي چي “پنجابي” تالیبان. دا خبره له ځینؤ ويډیوګانؤ هم  زباتیږي چي پر یوټیوب باندي اوس پرتې دي. په دغؤ ویډیوګانؤ کې کې چي “پنجابي” تالیبان کومه ژبه وايي او کوم اینګلیسي او پوځي ویوکي چي کاروي هغه د تالیبانؤ نه بلکې د رسمي پوځیانؤ ژبه ښکاري.

دا خبره اوس تر لمر ښکاره ده چي پنجاب خپله اخري خونړئ ډرامه پر افغان خاوره باندي ترسره کول غواړي. پنجاب اوس اوس په پښتونخوا کې د دغې خونړئ ډرامې ریهرسل پر اوامي نېشنل ګوند باندي ترسره کؤ. همدا خونړئ ډرامه په سل چنده زیات زؤر او ځواک په افغانیستان کې تر ټاکنؤ لمخه او د ټاکنؤ پرمهال ترسره کول غواړي.

دا چي اوس زموږ دولت، اوردو، پولیس او میلي څار ښه پرمختګونه کړي دي او لا هم زموږ ګران اولسمشر لګیا دئ د هیند او نؤرؤ هیوادونؤ سره تماس کې دئ دا د ټؤل اولس لپاره د ډاډ وړ کارونه دي او اولس یې ملاتړ کوي. خو د اولس هم ځینه دندې دي چي په کارده په ډېره مېړانه یې ترسره کي. یوازي دولتونه هرڅه نه شي کولای.

نن ورځ به افغان اولس د هغه کاکړ ځوان غوندي که نؤر نه وي د خپل کلي ملا باندي خو پام ساتلای شي. مانا دا چي هرچېرته کوم سڼېور، ببر، ناولی شډل شبړ شکمن کس مو ترسترګؤ شي یا خو یې پخپله تالاشي کئ او یا یې دولت ته وروَښيئ. او دا چي لا خبرې هم په اوردو او اربئ کوي هغه خو بېخي ځای پرځای د ویشتلو وي.

راځئ چي ټؤل د خپلې خاورې، خپل پت، خپلې میلت، خپلؤ ښځؤ، خپلؤ ماشومانؤ، خپل کلي، خپلې هوجرې، خپل دولت، خپلؤ ځواکونؤ ساتندیان او مله شو!