fbpx
سړوبن کاکړ مقالې

لنګرکؤټ

لیکوال سرؤبن کاکړ

خبره سپینه مامدینه ده. او هغه دا ده امریکایان په افغانیستان کې لنګرکؤټ غواړي. ډېری تالیبان (پرته له ځینو) یې په نادانئ او ځینه بیا په غولامئ ملګري دي. پاکیستان یې د کرایې وژونکی دئ. پرنګی یې په دین او دونیا دوست او شکومی دئ.

خو غم دا دئ چي ډېری افغانان پر خپله خاوره د هیچا لنګرکؤټ نه خوښوي. دا ورته پرواه نه لري چي سترګې یې تؤرې دي که شنې. پردی خو پردی وي کنه! د افغانانؤ همدا کینه او غرور دئ چي نه دَ اوسامه خوښ ؤ او نه یې هم ابامه خوښوي. دا دومره هؤډ او پرتم چي اوس ډېرو امریکایانؤ ته بېخي نری رنځ وراچولی دئ. دوی به ویل چي اولسمشر کرزی یو کمزؤری کس دئ او ډېر ژر به د امریکې نازونؤ ته غاړه کښېږدي. کؤر یې په شادئ سه! هغه هم ورته وايي چي زه لؤیه جرګه راوغواړم چي د لنګرکؤټ په باره کې پرېکړه وکي دا زما د وس کار نه دئ. هسې پرنګیانؤ لاپخوا د افغانانؤ په باره کې په خپلؤ کیتابؤ کې لیکلي ول (You can hire an Afghan but you cannot buy him)  مانا دا چي ته یو افغان باړه کولای شي خو یومخ پېرودلای یې بېخي نه شې. ته که له یوه افغانه کار اخلې خو هغه بیا له تا کار اخلي. هغه وایي چي یوځل مي باچهي ته ورَسوه بیا به ځله ګوؤر.

اوس نؤ سایبه امریکایانؤ ته پته لګېدلې ده چي غوا توره او شیدې یې سپینې دي. لپاره د دې چي پر افغانانؤ فیشار واچوي ټؤلؤ امریکایي رسنیؤ ته یې دا چاره ورسپارلې ده چي داسي اوازې خپرې کي چي د افغانان وارختا شي او هؤډ یې کمزؤری شي. خو داسي ښکاري چي په دغؤ رسنیؤ کې چي کوم کسان کار کوي د هغؤ تنخواوې یې هم کمې شوې دي، ځکه چي په امریکې کې چؤچ (اقتصاد) خراب دئ، نو کله یو څه وايي کله بل څه. نن چي کومه اوازه راخپرې کي سبا د هغې پرچپه بله رایله کي. د بېلګې په تؤګه:

له کلونؤ کلنؤ راهیسې به یې ویل چي بیا به افغانیستان پر شوي میدان نه پرېږدو.

خو وروستیو کې امریکايي چارواکو داسي ګنګوسې ارتې بېرتې کړي چي په افغانیستان کې به خپل شتون “سیپر ” کي. په بله مانا افغانان به پر “ښوي میدان” پرېږدي.

په ماښامنئ خپرونه کې به بیا غاړې تازه کي او وايي به چي امریکا به یو کال وروسته افغانستان کې د خپلو پوځيانو اوسنی۶۳۰۰۰ شمېر نژدې ۱۰۰۰۰ ته راټيټ کي.

له کلونؤ کلونو به امریکایانؤ ویل چي موږ د افغانیتسان ځمکنئ بشپړتیا ته ژمن یو. بله ورځ یې دا جوړنګ وکیش چي افغانیستان به پر جنوب او شمال ووېشي. نیم هیواد کې به تالیبواکي وي او په دا بل نیم کې به بدماشواکي. په بله مانا د هیواد ریښتوني خاوندان او درانه افغانان دي کونه کي.

بیا به دا سورنا ږغوي چي سوله او پخلاینه به د یوازي د افغان اولس او سرکار په واک کې وي. چي خبریږو دوی به له شیخانؤ او چړیانؤ سره یوځای په کتر کې “کلیمه داره” راته رپوي. موږ هم له دېخوا غوږ ته ګوته واچوله او دَ سوي مین په شان مو دا ټپه پورته کړه (د شوتلو پنډ په ما راچلوې»»»» د پتاسو دسمال دي بل کلي ته ځینه)

بله ورځ به خبرېږو سایبه، د ناټؤ د برسل په چمن کې به کېری او کیانی کله د سوال ځولئ نیسي او کله د ګواښ ګوتسنډنه کوي او د افغانیستان اولسمشر ته به وايي تؤره کرښه راسره لاسلیک که.

نن یې بیا بله پله کش کړې ده وايي، د سي ای اې اوسني مشر جان برینن وايي، اوس الکایده  هڅه کوي، چې خپل جنګیالي منځني ختيځ ته ورمات کړي او د بشار اسد دوښمنانو ته وسلې ورسوي. نو اسد خو زموږ هم دوښمن دئ. د دوښمن دوښمن دوست دئ. نو الکایده په سوریه کې زموږ دوستان دي. راشه که تودیږې.

امریکایانؤ! ستاسي وخت بېخي کم پاته دئ. اوس خو دَ ډېرو هغؤ تالیبانؤ، چي په نادانئ کې ستاسي د لاس الې ګرځېدلي ول، سر درخلاس شوی دئ او له جنګه لاس په سرکېدؤ دي. دا لنګرکؤټونه تاسي په دې پلمؤ او بهانؤ نه شئ راڅخه جؤړولای.