fbpx
سیمه او افغانستان مقالې

آغا خان څوک دی ؟؟؟  دوهمه برخه

لیکوال افغان جرګه

لومړی آغا خان:     

لکه څنګه چه په لومړئ برخه کی ذکر شو چه د اسماعیلی ډلی  دا لومړی آغا خان ( حسن علی )  په لومړي افغان- انګلیس جنګ کی د انګلیس د ماتی څخه وروسته د خپل بادار سره د برطانوی هند خاوری ته وتښتید. هلته یی د پرنګي په مرسته او لارښوونه خپل منافقانه مذهبی کړنو ته پراختیا ورکړه او ځان ته نوي مریدان هم پیدا کړل. پرنګیانو چه ولید چه آغا خان د هغوی لپاره د مذهب په جامه کی يو ډیر ګټور کردار کیدای شي نو په هند کی یی د هغه په سیاسی ، مذهبی او اقتصادی مرستو لاس پوری کړ او هغه یی ډیر ونازوه.  د دی اندازه خو لدی نه هم لګولای سو چه د بریطانیی پاچا ادورد پنځم  هند ته د خپل سفر په ترڅ کی لومړی آغا خان  ته د اعلیحضرت  لقب  هم  ورکړ!!!!

دوم آغا خان:

په ۱۸۸۱ م کی د لومړی آغا خان ( حسن علی ) د مرګ نه وروسته د هغه زوی  آغا علی شاه (دووم آغا خان ) د هغه ځای ناستی شو. ( دا  د دوم افغان-انګلیس جنګ د پای وخت دی ) . ده هم د خپل پلار په پل ، پل کیښود او د انګلیس سره خپلو سیاسی مرستو ته یی دوام ورکړ. د انګلیس په سیاسی او اقتصادی مرسته ، دی وتوانیده چه د پرنګی د چتر لاندی د اسماعیلی ډلی عقاید د جنوبی آسیا مختلفو برخو او ان د منځنی آسیا هیوادو ته هم ورسوي . پرنګي دا فکر وکړ چه د اسماعیلی ډلی او آغا خان تر پردی شا دوی به خپل سیاسی نفوذ دی سیمو کی په چټکی سره خپور کړ او وروسته همداسی هم وشو او اوس هم دا لړی دوام لري.

 

دریم آغا خان:

 

دریم آغا خان ( سلطان محمد خان ) په کراچی ښار کی سترګی پرانستی .دا هماغه آغا خان ؤ چه د پرنګی د بل روزل شوی مزدور محمد علی جناح په ګډون  د پاکستان په جوړښت کی اساسی رول ولوباوه !! د برطانوی ملکی وکتوریا هغه ته د برطانوی هند د پوځونو د عمومی سر لښکر (ستر درستیز ) خطاب هم ورکړ . په ۱۹۰۲ م کی د ملکه وکتوریا زوی پاچا ادورد اووم ، هم هغه ته د برطانوی پوځ د لوړ قوماندان خطاب ورکړ ( دلته د پرنګی د ګټو سیاسیت او د آغا خانی مذهب دی یووالی او سیاسی ګډون ته لږ ځیر شئ کوم چه تر  اوسه هم دوام لري! )

 

محمد علی جناح چه د پرنګي روزل شوی غلام ؤ ، د همدی دریم آغا خان د مریدانو  له ډلی څخه ؤ . همدی دوه کسانو ( محمد علی جناح او دریم آغا خان  سلطان محمد خان ) د پرنګی په مرسته وکولای سو چه د لوی افغانستان ځنی سیمی او د هند نوری سیمی سره یو ځای کړي او د پاکستان په نوم یو نوی هیواد جوړ کړي ، کوم چه بیا د پرنګی د اوږد مهالو ګټو لپاره به کارول کیږي .

دریم آغا خان د پرنګي د سیاسی پراختیا په موخه وتوانیده چه د افغانستان د ځینی سیمو شیعه هزاره ګان  اسماعیلی عقیدی ته را وړوي لکه د بغلان د کیهان د دری هزاره ګان  او  ځنی په کابل کی هم ځای پر ځای شول . همدا راز دوی وتوانیدل چه نه یواځی لوی افغانستان دوی برخی کړي او په سیمه کی د پرنګی  د سیاسی ګټو د خوندی کولو لپاره یو ګوډاګی هیواد د پاکستان په نوم جوړ کړی ، بر سیره پر دی دوی په ګران افغانستان کی د آغا خانی ډلی زهر جن تخم هم د هندو کش په درو کی وکاره کوم چه همدا اوس د زرغون کیدو په حال کی دی!! پاتی د پاکستان په نوم د لر او بر افغان ولس سره پدی تیرو څلورو لسیزو کی څه وشول ، نو دا خو ټولو ته روښانه ده او تکرار یی غوره نه بولم .

څلورم آغا خان ( پرنس کریم آغا خان ):

د دی پرنګی اسماعیلی ډلی اوسنی آغا خان  پرنس ( شاه زاده ) کریم آغان نومیږي کوم چه د تسلسل  له لوری څلورم آغا خان دی او د اسماعیلی ډلی ۴۹ امام هم ګڼل کیږي. ( مالوم ندی چه د کوم شاه یا پاچا نه پیدا دی   خو د خپل نوم سره شاه زاده خامخا لیکی!!!) دی په ۱۹۳۶م کال په جنیوا ( سویس ) کی پیدا شوی او د دریم آغاخان سلطان محمد شاه لمسی ده. ده زیاتره زده کړه او ژوند په غربی نړی کی کړی او د بریطانیی تابعیت لری . دی په ټوله نړی کی په سلګونو تجارتی حسابونه لري او زیاتره ګټه  له آسیا او افریقا نه تر لاسه کوي. همدا راز د نړی په ډیرو شتمنو خلکو کی راځي او په ملیاردونو دالر سرمایه په واک کی لري ( یوه تخمینه وایی کابو ۱۲ ملیارده دالر خو اصل اندازه یی خدای ته مالومه ده )!! پدی ډول  دی د دریمی نړی بی تاجه شهنشاه هم دی . دا شتمن د پرنګی میراث نه پیدا شوی او  پرنګي روزلی پدی سرمایه څه کوي او په سیمه کی څه پلان لري؟