fbpx
پاینده خان خروټی مقالې

پښتو او پښتانه سره بېلولو سازش

د رياستي او مذهبي جبر په نتيجه کښي د پېړيو څخه پښتو ژبه او پښتانه د يو بل څخه قصداً ليري ساتل شوي دي. د نصابي جبر او ثقافتي يلغار دا لړۍ اوس هم دوام لري. په دې خيانت کښي بعضي پښتانه باچاهان، سياست پوهان او دقلم خاوندان برابر شريک جرم دي. په درست پښتانه قام باندي نن هم په سرکاري او غير سرکاري ادارو کښي دلته او هلته عربي، اردو اور پاړسي مسلطه ده. د تاريخ او جغرافيه څخه پرېکولو له پاره زموږ ځوان کهول ته د مغل، تازيان، ايرانيان او هندوستانيان د قامي او مذهبي هيروز په حيث ور شول کيږي. څوک چي په اقبال لاهوري، سيد احمد بريلوي ، اورنګزيب مغل، سيد قطب اخوانی، وهاب نجدي، مولانا جميل تبليغي ، مکار امر ضيا الحق، کرنل امام، اسامه او عافيه صديقي باندي په ډېر فصاحت او بلاغت باندي ګويان دي. دا نا خبره بيا په خپل قامي زيرمه خور او ملي لارښود باندي خوله ګونګه نيولې وي . په شير شاه سوري، پير روښان ، بايزيد انصاري، علامه محمود طرزی، غازي امان الله خان، انقلابي شاعر فضل محمود مخفي، کاکاجي صنوبر حسين مومند، فقير اف ايپي ، رهبر کبير نور محمد تره کی، استاد امين اباسين ، افضل خان بنګش، شير علي باچا، علامه عبدالحی حبيبي، قاضي عبدالسلام اشيزی، علامه عبدالشکور رشاد، کبریٰ مظهري او فيض محمد انګار په مفکوره او مبارزه باندي خبر هم نه دي. د نظام او نصاب تعليم مولانا خدمتګار في سبيل الله او درباري پروفيسرانو ته به دا څوک پر مغزو کښي ور  اچوي، چي رحمان بابا په کردار او فکر تر ايراني سعدي او فردوسي دواړو څخه منور او معتبر دی، د اقبال لاهوري تر خودي او شاهين د خوشال خان خټک خوداري او شاهين نن هم اوچت پرواز لري. د رياستي او مذهبي پوشت پنايي باوجود ايراني علي شريعتي، اقبال لاهوري  او سيد سجاد ظهير د شډل افغان اکادميسن مقام او عظمت نه شي رسيدلای. دا بيا بيله خبره ده چي ځيني پښتنو ته نن هم پر دوی تپل شوي بوګس خلګ ښاغلي او خپل حقيقي خدمتګاران او رښتني مفکران نتلي ښکاري.

چي يې سر چېري خزان ته ټيټ نه شو
ځکه يې نوم ابۍ پرې ايښی صنوبر دئ

د جنوبي ايشيا د خپلواکۍ د بهير ملي سالار په خېبر پښتونخوا کښي د جديد سياست او صحافت Front Runner کاکاجي صنوبر حسين مومند (1897 – 1963جنوري ۳)سوچ و اپروچ د هر ډول رجعت پسند او ماضي پرست قوتو مخالف وو. کاکاجي صنوبر او د هغه ملګرو انقلابي نظريه د فرسوده او بوسيده سټيټس کو سره په مسلسله ټکر کښي وو. او د جبر او استحصال څخه پاک انساني ټولني جوړښت يې په مسلح جدوجهد کښي ليدی. يوې خواته که په سرکاري او غير سرکاري کچه  ځيني قوتونه صنوبريت په خاورو کښي پټول غواړي نو دا خبره دي په خلاصو غوږو واوري چي صنوبريت او حسينيت د فنا کېدو او ورکېدو  نوم نه دی. قلندر مومند خپل احساس په داسي ډول څرګنده وي:

حال به اخر ماضي له لاسه ورکړي
او مستقبل به د کاکا پاتې شي

له دريا امو څخه نيولې او بيا تر دريا اباسين پوري نن هم داسي ښاغلي ژوندي سري موجوده دي. چي د کاکا جي او د هغه د ملګرو نظريه او مبارزه د ځان ميشن ګڼي. د دوی خدمات، کارنامې او اولسي پاڅون ته د قدر سلام وړاندي کوي. زه هم په دې مينه او يقين سره په دې کار خير کښي خپله برخه  اچول غواړم چي راتلوونکی وخت به په لر او بر پښتونخوا وطن کښي د مترقي شازلميانو وي. او هغه اهل علم و سياست چي د حق صداقت په ځای په غوړ لستوڼي او په درباري ايوارډ پسي سرګردانه دي يا د زردار او زوردار په هره خبره په زور خپل غاښونه سپينوي، يا هغه درباريان چي د خپل بادار هره خبره له عظمت سره بيانوي يا هغه شاه پرستان چي د  شاه هر ظلم او استحصال ته د خير دليل او جواز پيدا کوي.او  اوږده اوږده القابات ورته جوړه وي. په علم او سياست کښي دغسي برابرزيان وختي معتبري خو پيدا کړي مګر مختورن تر دنيا تېر سي. کاکاجي صنوبر حسين مومند  او د دوی نظرياتي ملګري، انقلابي شاعر فضل محمود مخفي، مفتي عبدالرحيم پوپلزی صاحبزاده محمد اسلم، محمد افضل بنګش، فارغ بخاري، شير علي باچا وغيره.  خو په خپل ژوند کښي باداري او درباريان دواړه کژلي او رټلي وو.

رښتيا خبره هم دا ده. چي خپلواکي پښتونخوا وطن ته چا په خيرات کښي نه ده ورکړې دا زموږ هغه سپين سپېڅلي خلګ وو. چي زموږ د قام او وطن ننګ او ناموس يې خوندي اوساتۍ. دا د هغه ټول معلوم او نامعلوم غازيان، شهيدانو د ويني او قربانۍپه برکت ،موږ خپله خپلواکي ترلاسه کړله او برطانوي سامراج يې په تښتېدو مجبوره کړی. اوس که چيري  لږ حساب کډ وډ شوی دی. پخوا خو به قامي خايينانو ته خلګو د نبي سلام هم نه ور اچوی. سلام دي وي په هغو ټولو ملي او روحاني مشرانو باندي چا چي د ملي ناموس او ديني غيرت شمله جګه ساتلې وه.

اوس خبره دا ده چي کاکا جي خو د دې خطې د خپلواکۍ دپاره اتلس کاله پرله پسې د فرهنګي په خلاف مجادله و مبارزه وکړه. کاکا جي خو د پردي جرنيل او زموږ په صفو کښي موجود  د هغه اېجنټان در په ګوته کړو. کاکاجي خو د خپل ملګرو په مرسته تر پایتخت کابل او پېښور پښتو اکېډميانو مخ کښي اولسي ادبي جرګه ۱۹۴۹م کښي د يوې نرسرۍ بنياد کښېښود. کاکاجي خو د بالادست استحصالي طبقې څخه د خلاصون لپاره په ۱۹۲۶ م کښي په لومړني وار د ترقي پسند ګوند له پليټ فارم څخه شعوري او عملي هڅي پېل کړی. کاکاجي خو د اولسي پاڅون او د عوامي شعور او اګاهي لپاره په صحافتي محاذ د سر فروش، سېلاب ، شعله او ماهنامه اسلم وغيره اجرا وکړه په داسي وخت کښي چي په کوم وخت کښي اخبار ويل جرم وو. کاکا جي خو د زير دست طبقې د خپلواک ژوند او د غوره سباوون لپاره د غره په بوټو ګزاره وکړه.

اوس خبره دا ده چي خپل قام د کاکا جي لپاره څه وکړو؟؟ دا اوسني اهل قلم او سياست ولي کاکاجي صنوبر حسين مومند هېر کړی دی؟؟ څله پنځوس کاله وروسته هم د کاکاجي ديارلس کتابونه

۱.رباعيات عمر خيام منظوم ترجمه ،

۲. مقالات صنوبر،

۳. سوانح عمري حضرت ابو زرغفاري رح،

۴. حضرت عمر فاروق سوانح او کارنامې،

۵. سفر نامه ابن بطوطه پښتو ترجمه،

۶. د ګور غريبان، ۷. فتنه الکبری پښتو ترجمه،

۸. مضمون و انشائيه،

۹. پښتو صرف ونحو ،

۱۰. تاريخ اسلام،

۱۱. شاه ولي الله ديلوي کي عمرانيات ومعاشيات،

۱۲. پښتو ادبيات کي تاريخ،

۱۳. شعري مجموعه وغيره

سوانح عمري، رهبر امير غازي امان الله خان، رهبر کبير استاد نور محمد تره کی،  دسهباش چندر بوس ، بګت رام تلواړ او جرمن ايډولف هټلر وغيره سره د خط او کتابت، مضمامين او مجلې وغيره ناچاپه پرتې دي؟؟ د کاکا صنوبر تنظيمي ربط و تعلق د تحريک استقلال، انډين نېشنل کانګريس “نو جوانان بهارت سبها”او په زياته د افغان ويښ ځلميانو سره ربط او تعلق هم تحقيق طلبه مسله ده. څله لوی کندهار، کابل ، کوټه ، پېښور پښتو اکېډمي، باچاخان مرکز او نوري علمي او سياسي حلقې دغه تاريخي ناچاپ اثاروغړغښه په غاړه نه اخلي؟؟؟

ايا په دې خو نه چي د سور ګل په يادولو باندي د تورګل خاطر مانده کيږي؟ که په دې چي د کاکا جي صنوبر خپل ذاتي اولاد نه درلودی؟ يا په دې چي د کاکاجي صنوبر په کارنامو باندي درباري ايوارډ نه ورکول کيږي؟ يا په دې چي کاکاجي په قبيله او فکر له غټانو او چاپلوسو خلګو څه  جلا دی؟ که په چا ښه لګېږي او که بده، موږ د خپل وس او توان مطابق په هر خلقي فورم باندي د کاکاجي صنوبر نظريه او مبارزه ضرور بيانوو..سلام وړاندي کوو مارکسي دانشور محمد افضل بنګش ته چاچي د کاکا صنوبر پر نامه “هفت روزه صنوبر”را ايستلې وه.

د پښتونخوا وطن ټول صاحب رای او صاحب فکر ته ته يوه خبره ضرور کوم چي موږبه خپل غازيان او شهيدان نه هېروو. د خپل قامي اهل علم و سياست درانوي به کوو. مګر په هغو کښي به فرق نه کوو. د زردار او زور دار په اشاره به د خپلي خوښي او ناخوښي فېصلې نه کوو. که ځيني ليکوالان په پټه او شکاره په دې حقله ګورېزي تېروي. دا به ضرور رسواکيږي.

موږ د دې خاوري خاديمان يو، موږ د پښتونخوا وطن سربازان يو، موږ بهStrengthen the weak and weaken the strongپه خپل عمل ثابتوو. د کاکاجي افکار او خيالات به نوې جذبه او نوی انداز مخ په وړاندي بيايو. چي د درست قام ارمان او مرام پوره سي.که چيري د استاد سورګل او صنوبر پر قدم ، قدم کښېښودل شي نو يو ځل بيا به NAMپر فورم باندي به ضرور د يو سل شلو (120) ملکو باچاهانو مخته پښتو ويل کيږي. يو ځل بيا به UNOيو سل دو نيوي  (192)  د سټيټ ممبرز مخته پښتو ويل کيږي او يو ځل بيا به د مومند صاحب په بڼ کښي له خلا څخه په پښتو کښي خبري کيږي. راځی چي پښتو او پښتانه سره نږدې کړو. چي د موسيقي په بڼ کښي انقلابي ترانې ويونکي پښتانه بلبلان پيدا شي. مارکسي دانشور کاکا صنوبر په اړوند ځه د خپلي ليکني اختتام هم د کاکا صنوبر په يو څو پر مغز انقلابي شعرو باندي کوو.

ته خوشحال خان لټوې
خوشحال افغان وو که خان
کوم يو محمود ويښوې
آ مسلمان که سلطان
زما اديبه وروره
دغه طبقه جدا ده
دا مدرسه جداده
ستا تلوسه جدا ده
د دوی نشه جدا ده
زموږ که کعبه ده خپله
د دوی کعبه جدا ده
د دوی مذهب حکومت
د دوی لقب دئ حضرت
د دوی نسب دئ اوچت
څه وشو نوم يې په ځان
د مسلمان ايښی دئ
يا يې پټهان ايښی دئ
يا يې افغان ايښی دئ

تحرير: پايندخان خروټی

چېرمين: خلق ريسرچ اينډ انفارمېشن فورم

journalist_paind@yahoo.com