fbpx
شریف شیرانی مقالې

د کېف ننداره (افسانه)

لیکوال شریف شېرانی
زما ځان د يو ناليدلي قوت په ولکه کې راغی. دې قوت زه و پېچلم, وې نښتځلم. زما تر بدن يوه شغله ووته. يو سپين سړی مي مخې ته جوړ شو. دې سپين سپېڅلي سړي راباندې ږغ وکړ, “اې زما بدنه, زما تنه! زه درڅخه بېل شوم. زر کوه يو نوم راکړه ګنې زه مړکيږم. ما ژوندی و ساته. زه ستا سپېڅلی صفت يم په ډېر څه دي خبروم.” ما يو ګړۍ توقف وکړ, “ځه, ستا نوم کېف دی.” و مي عزرايل تر خوله وتلی. خو خله مي راټينګه کړه.

کېف په خندا شو. هغه پوه شو چې زما خلې ته کوم نوم راغلی. زه يې تر لاس ونيوم, راته يې وويل, “راځه نن دي نندارې ته بوځم. خو يو کار وکړه. لاړ شه څه پېسې راواخله په راستنېدو کې به پکار درشي.” ما هم هغسې وکړه څه پېسې مي راواخيستې. له کېف سره د هغه په لارښونه د ښار په غربي لاره له ښاره بهر ورسره ووتم. د ښار په لوېديځ کې د يوې وړې غونډۍ* په لمن کې چينه ده, کېف زه هلته کښېنولم. هغه څه هدايات راته بيان کړه او په مخا مخ غونډۍ وخوت. زما او د کېف تر منځ د شغلو په وسيله جوړه رابطه ختم شوه. خو د ليدلو او اورېدلو رابطه مو جوړه وه. کله چې کېف د غونډۍ سر ته ورسېد نو يو عجيبه منظر راڅرګند شو. په دې غونډۍ کې پوره ژوند ښکاره شو, ما چې په ټول عمر هر څه ليدلي وو هغه دلته د نندارې په شکل کې موجود وو…

د کېف وړومبی ملاقات له يو مذهبي راهب سره وشو چې د ټولو مذهبونه علامتونه يې په غاړه راتاو کړي وو. کېف ورته وويل, “د ژوند په مانا مي پوه کړه.” راهب ځواب ورکړ, “ته د روح دنيا ته راغلی يې دلته هر شی په اصلي بڼه دی. ما هم وينې او ځان هم, بس نور نو خپله مخه واخله.” “همم” کېف يو سړه ساه واخيسته. زه پوه شوم چې کېف وايي دغه راهب دلته دروغ نشي ويلی ځکه يې تر ځان تېر کړم. او رښتيا و هغه ته خپله مالوم نه دي. ګنې په مادي نړۍ کې خو دوی داسې نه دي.

کله چې دغه راهب ورک شو د کېف مخې ته د ژوند د هر څانګې خلک راغله. ماته پته و نه لګېده چې په دې ملاقاتونو کې څومره وخت تېر شو. يوې خوا ته د کېف دغه نړۍ له ‘ياتو’ جوړه ده. او په کېفياتو کې وخت هيڅ مانا نه لرله. او بلې خوا ته زما له خپلې نړۍ سره رابطه پرې شوې وه. د کېف په ښونه ما په ځای د دې چې د دې ملاقاتونو پوره حال ياد وساتم يواځې يو څو مهم ټکي ياد وساتل. کېف راته ښوولي وو چې ته يې مهم ټکي ياد ولره په زندګۍ کې يې کرېکتورونه پخپله د وخت په لړۍ کې موندلی شې.

ما هم هغسې وکړه څنګه چې کېف راته ويلي وو.

يو ږغ وشو, “ژوند د تيارو ملګرتيا ده رڼا جوړول د فنکار هنر دی.” په بله مکالمه کې کېف چا ته وويل, “زه خبر يم چې غل يم خو غلا مي د نړې له منابعو کړې. او موږ ټول د دې نړۍ غله يو بيا ولې موږ يو بل تورند کوو؟” زه يو څو ثانيې حيران پاتې شوم. کېف زما استازی وو او ما غلا نه وه کړې. کېف هلته پوه شو چې زه څه احساسوم. بيا يې وويل, “د نړۍ اصول دی چې څوک تاوان رسوي نو غل دی. او نړۍ زموږ له لاسه ډېر تاوان موندلی, ځکه خو موږ ټول غله يو.”

کېف و يو مطرب ته پر زنګونو شو. مطرب د لاس د مينځ درې ګوتې په شاهکار تېرې کړې. يوه زړه راښکونې فاصله جوړه شوه. پکې نه مالومېده چې کومه ليکه سمه ده خو درې واړو يو بل ته پر برابره فاصله ښکلا وبخښله. د ژوند يو څو سرودونه هم په دې دوکان کې پراته وه. يو تر بل ښايسته وو. کېف د سرندې په ږغ کې څو شعرونه وويل. د کېفاتو په دې بازار کې خورا زيات خوراکونه وو. او زه يې بېخي وږی کړم. خو نه اجازه وه راته او تر مينځ مو فاصله هم وه. ما د چينې اوبه په منګل کې غوړپ کړې.

د نندارې هره برخه يو تر بل ښايسته او لمسونکې وه. زما په ژوند ما و هر څه ته زړه کېده خو د ‘ياتو’ نړۍ وه او بېلا بېل کېفيات پکې واکمن وو. يو څوک رامخې ته شو. کېف ورته وويل, “نازولي خلک په رښتيا چې غمېدلي دي.” له دې بلې خوا يو استاد ږغ وکړ, “راځی چې د لفظونو حساب وکړو. ځينې توري په تورو شپو کې زېږېدلي. دغه توري دي د ستورو له انګړه.”
داسې لونګين ماحول جوړ وو. کېف په بازارونو او محفلونو کې ډوب وو او زه د کېف تر خوشبويی لاندې مدهوشه پر دې غونډۍ اباده نړۍ ته چورت وړی وم. زه نن د کېف تر تاثر لاندې وم. او د ژوند تر ټولو ارزښتناکه پړاو ته راوتلی وم.

پر دې غونډۍ هم د ماښام سياهي خوره شوه. د کېف د بازار خلک هم په تلو وو. کېف زما و خوا ته وکتل. هغه د راتلو په اشاره زه احساس کړم. ما په احساس کې ورته وويل, “يو فن درسره راوړه. زه بې هنره سړی يم.” کېف په منډه هغه فنکار ته چې خپل شيان يې راټول کړي وو, ورغلی. په بيړه يې زما پوښتنه ترې وکړه. فنکار په ځواب کې ورته وويل, “نور نو چيش غواړي دا سړی. ورشه ورته ووايه هغه قوت چې ترې د کېف شغله راوځي ستر فن دی. همدغه فن دی چې ته د دې بې هنره سړي په استازيتوب دلته راغلی يې.” کېف مسکی شو, او زما پر خوا رارهي شو.

د کېف په راتلو هغه بازار په يو خړه غونډۍ بدل شو. ګوندې هغه بازار ما د کېف په وسيله ليدلی او چې د وسيله پرې شوه هغه منظر مي هم له سترګو فنا شو. کېف راسره ژمنه وکړه چې بل وار به په ځانګړې توګه د دې ښار عدالت ته د مهاکمو اورېدنو لپاره راځو. ما ورسره هو کړه. کېف دا هم وويل چې دغه ټول خلک د کېف د صفت او د ‘ياتو’ د قوت نه جوړ دي. دلته اوس ماښام جوړيږي. او ته چې ښار ته ورځې د سهار لمر به راختلی وي. کېف هغه پېسې هم راڅخه و غوښتلې. ويل يې, “دغه پېسې پرته له دې بازاره بل ځای نه چليږي. دلته دي سودا هم نه وکړه. بس ته نندارې دومره لاهو کړی وې چې د پيسو ارزښت هيڅ درياد نه وو.”

شغله ورکه شوه کېف هم په هوا کې تحليل شو. زه خپل پخواني شکل ته را داخل شوم. زياته ستړيا او کمزوري مي محسوسه کړه. د سهار سپېدې پرې شوې وې. په سترګو کې مي د خوب دړد احساس کړ. ما نن شپه په رڼا کې تېره کړې وه. زه نن شپه د کېفياتو بازار ته تللی وم.

د سهار بانګ مي تر غوږ شو. د دې راهب تر مرۍ د يوه مذهب ږغ وتلی. ما ويل ګواکې زموږ په ښار کې بل څوک نشته. په دې ښار کې په لومړي سهار يو ملا راويښ دی او يو شيطان. ملا خلک راويښوي چې لمونځ وکړي. خو شيطان وايي ځواني ده خوب پوره کړه. زه حيران يم چې څه وکړم؟ د يو بازار ماښام شو او د بل سهار دی.

ځواني مي هم ده, او کېف هم ستړی کړی يم. ملا دی که شيطان دواړه يو ماښام او بل سهار جوړوي. زه په دې سپين سهار ويدېږم. چې هر څه په دنيا کيږي ملا دا ستا له لاسه او ته يې ګواه يې. ياره داسې بازار ته تللی وم چې پېسې مي پکې خرڅ نه کرې. او ټول خلک د يوه صفت, او يوه قوت څښتنان وو. خو بيا راياد شي چې ملا تا خو پر رښتينې غونډۍ و کېف ته وويل چې خپله مخه واخله, او اوس وايې چې پورته تر خوب لمونځ ښه دی.

زما خيراني هم ختميږي. زه کېف کمزوری کړی يم. زه هم د شيطان منم چې ويده شم. او زه په هغه رښتيني بازار کې چې پر غونډۍ جوړ وو, زما کېف او شيطان سره مخامخ نشوه. ډېر سوالونه مي مخې ته راځي چې کېف ولې داسې و نه کړه؟ ايا هغه د شيطان ملاقات د عدالت مهاکمې ته پرې ايښی؟ ايا هلته شيطانان نشته؟ ايا د کېف قوت له دې نه ماورا وو؟

خو چې هر څه وي زه ويده کيږم. هر وخت چې دا کمزوري او دا ستړيا ورکه شي زه به د ژوند په کارونو لاس پورې کړم.

*غونډۍ: د غره د لمنې څوکه يا پر بيابان موجود کوچنی غرګوټی چې د لوی غره نه کم وي.