fbpx
مقالې

یونیورسټي کالج اف لندن کې د محمود خان اڅکزي لیکچر

لیکوال افغان جرګه
لیک: ق.ش
پرون یونیم سات مخکې له لکچر څخه یو ملګري راته زنګ وواهه چې د مشر محمود خان اڅکزي لیکچر ته رازې؟ ما ورته غبرګه کړه چې زه خو نه یم خبر.
سم ده واره مې خپل خورین ته زنګ وواهه چې هغه هم په یونیورستي کالج اف لندن کې محصل دی خو زواب یې رانکړو له ځان سره مې فکر وکړو چې مسروف به وي د لیکچر لپاره خیر په یو نیم سات کې مې ځان ورته ورسولو.
دلکچر کوټه وړه وه ماته د مشر محمود خان اڅکزي له شان سره وړه ښکاره شوه خو ټول شل یا دیرش کسان وو او ورسته به سل یا ډیر وو.
خورین له سره خبر نه وو خو ډیری وطنپال ملګري هلته نه وو خو د پښتونخواه ملي اعوامي ګوند وطنپال هم وروسته راغلو دا ځکه لیکم چې وطنپال دګوند رسنیو مسول دی.
زما لومړی ګیله له خپلو ملګرو څخه وه چې ډیر پکې د پښتونخواه ملي اعوامي ګوند غړي دي چې ولی مونږ له داسې مهمو غونډو او لیکچرونو څخه نه خبریږو؟
زما دوهمه ګیله له انګلیستان افغانانو زده کونکو ټولنې څخه داوه چې ستاسو ټولنه د زرو څخه ډیر غړي لري او سل کسان هم خبر نه وو؟
ګیلې به پریږدم رښتاوو ته به راشم
په خواه کې راسره یو قدرمن ملګری وو ترې مې وپوښتل چې ولې خلک نشته هغه هم راته ګیله وکړه که د بل قوم داسې مشر راغلی واې کوڅې به هم له افغانستان بیرغونو ډکې وی او پوهنتون کې به د خلکو ځای نه وای. ما ورته وویل چې افغانان خبر نه دي که خبر وای همداسې به وای دا خو بیا هم زمونږ ګناه ده چې ولې خبر نه دي.
افغانان د خپلو رښتینو مشرانو سره بې کچې مینه لري دا چې ولی خپل مشران له لنډه نشې لیدلای یو سوال دی؟
په غونډه کې مې یو شی خوښ شو او بل نه هغه دا وو چې د خوښې ځخه د محمود خان اڅکزي وراره ځلاند اڅکزی وو چې د خپل تره څخه یې پالنه وه او د ناخوښې څه پوښتنې وې چې محمود خان اڅکزي څخه یې په داسې لیکچر کې کولې.