fbpx
شاه مامود کوزه پښتونخوا مقالې

آئي ايس آئي قبائلي سيمې د ګسټاپو کيمپونه ګرځولي دي

لیکوال شاه مامود

کله چې هټلر د جرمني (المان) د اولسمشرۍ چوکۍ و نيوله نو يې تر هر څه اول يو داسې دولتي خفيه پوليس فورس جوړ کړ چې په کړه وړه کې له هر قانون، تهديب او اصول څخه آزاد وو. و دې پوليس فورس ته د ګسټاپو Gestapo  نوم ورکول شو. د دې پوليس لومړنۍ وظيفه د نازي راژيم Nazi Regime ، چې يو تنګ نظره فاشسټ نسل پرست راژيم وو، د مخالفينو ختمول وو. هټلر د ګسټاپو له لارې د جرمنو په زړو کې دومره وېره اچولې وه چې په خپل کور دننه به پلار او زوی پر يو او بل شک کاوو او د هټلر او نازي ګوند په ضد بې څه نه سو ويلای. ګسټاپو هيڅ قانون او اصول نه منلی او ځانته ته يې خپل اصولونه درلود. د دولت ليا نازي ګوند مخالفين خو يو خواته، د ګسټاپو چارواکيو تش د شک پر بنياد يو کس بې له څه پوښتنې ګروېږنې پورته کولائ سو، بندي يې ساتلاي سو او که به چېرته شک لږ پوخ سو بې له محکمې به هغه کس ووژل سو. ګسټاپو د شکمنو خلګو د ټارچر کولو لپاره خپل کيمپونه درلود چې د Concentration Camps په نامه به يادېدل. هم په دې کېمپو کې به د هټلر په حکم ګسټاپو يهوديان بنديان کول او له لوږو، تندو او په وهلو ډبولو بې وژل. د قسمت وال به هغه وو چې د ګسټاپو د چارواکيو تر شک لاندې به راغلی او نيغ په نيغه به په وسله وال بريد کې ووژل سو. هغه به ډېر بد نصيبه وو چې د ګسټاپو بندي به سو او له لوږې تندې او وهلو ډبولو باندې بې سا ورکړه.

که په ځير نظر ورته وکتل شي، نو په قبائلي سيمو کې د آئي ايس آئي کردار تر ګسټاپو هم بدتره دی. په سېمې په مليونو اوسېدونکي تر يو ناڅرګنده وېره لاندې ژوند کوي او د آئي ايس آئي سپيان په بېلا بېلو جامو او څېرو سره ګرځي. د وحشت خبره دا ده چې پنجابي په دې سيمو کې داسي حالت جوړ کړی دی، چې له دولت سره د مخالفت سزه هم مرګ ده، د دولت د حمايت سزه هم مرګ او په پټه خوله پاتې کېدل هم مرګ دی. په دې سيمو کې تر اوسه 1300 شمله ور قبائلي مشران د آئي ايس آئي د مول تړليو وسله والو لخوا وژل سوي دي. دا څو ورځې اول يو نامتو قبائلي مشر زاهد خان لالا چې د امن تحريک غړی او يو غيرتمن پښتون وو په سوات کې د ناڅرګندو وسله والو لخوا په ډزو وويشتل سو، چې تر اوسه ليا ژوندی خو حالت يې د ژورې انديښنې وړ دی. د زاهد خان لالا غټه ګناه دا وه چې يو څو مياشتې اول يې په يو جرګه کې نيغ په نيغه دا رښتيا ويلي وو چې هيڅ طالب مالب نسته دا ټول د آئي ايس آئي تماشه ده. موږ زاهد خان لالا ته پر دې جرات او رښتيا ويلو باندې لاس په تندي يو.

پرزاهد خان لالا باندې له بريده ورستو د امن کمېټۍ غړيو د ښاغلي او غيرتمن پښتون مختيار خان يوسفزي په مشرې کې د يو خبري ناستې په ترڅ کې دا پېښه په کلکو توريو و غندله او د پېښې تر شا د پټو مخونو د لوڅولو او د تورن لاسو د غوڅولو غوښتنه سره سره يې دااعلان وکړ چې که تر ديارلس اګست پورې د دوئ غوښتنې پورا نه شي نو به د سوات خلګ څورلس اګست نه لمانځي.

که څه هم د څورلس اګست لمانځل ليا نه لمانځل د آئي ايس آئي لپاره مهيمه نه دي، خو موږ د امن کمېټۍ و مشرانو ته سلام کوو چې د پنجابي د ترهګرۍ په دې تور بګار Punjabi Terror Empire  کې نن هم دوئ د ظلم او جبر په ضد خپل غږ پورته کوي. موږ له ښاغلي زاهد خانه لالا سره په همغږي د دې خبرې پخلی کوو چې په سيمه کې د ټولې ترهګرۍ که هغه د طالب په نامه کېږي او که پر بل نامه، تر شا د اسلام اباد لاس دی. موږ د اسلام اباد پر دې پښتون دښمنه پاليسيو او د انسانيت په ضد جنايتو باندې د ملګرو ملتونو او نړۍ خاموشي نه يواځې جرم ګڼو بلکه دا انديښنه هم څرګنده وو چې د نړۍ يو شمېر قوتونه هم په جنايتو کې د اسلام اباد ملګري دي.