Thursday, 23 November 2017

د پښتون ورور د دفتریانو په اړه څه وايي

Written by  تسلا Published in مېرمنې Tuesday, 15 October 2013 00:08
Rate this item
(0 votes)

ګوره بچیه!

سبا دې د ماموریت  اوله ورځ ده او زه غواړمه چې درته یو څو خبرې وکړم. په  دې دفترونو  کې دوه رقمه ښځې دي. یوه

دې مور ده او بله دې ښځه!

اوس به ته وايي چې خور دې د یاده وتلې ده. که په نیمه پوهېږې نو خور دې بیا د بل چا ښځه ده.

مور یې هغه ښځې دي چې د چا د ډوډۍ او خوراک خیال ساتي او دومره خاکساره وي چې کله-کله خو څوک داسې فکر کوي چې اوس به مې پښې ونیسي او وبه ژاړي.  پوړنې په سر او ټوله ورځ کار کوي او خپل  د میړه تعالی کیسې. د هغوی بس احترام کوه!  ګوتې به ورله نه وړې!

خو که په دفتر کې دې ښځه  یوه وه نو په دې پوه شه چې مور- مور به په کې نه وي.  هغه

نو بیا ښځه ده. بیا نو خپل کوښښو نو ته ادامه ورکوه تر هغه چې نتیجه ورکړي.

بیا نو چې هغه  هر کله ستا مخکې  مسته- مسته کوزېږي او پورته کېږي ته دې خپل سترګو ته اوبه ورکوه.  په دې خو موږ ټول پوهېږو چې ښه ښځې په دفترونو کې کار نه کوي او څوک چې کار کوي هغه نو واضح ده چې یو سړی غواړي چې باید ورسره کومک وکړي. نوکومک خو باید چې  ورسره وکړو او ټول کارونه یوځای ترسره کړو او ورسره مرسته کوه خو داسې مرسته کوه لکه ملا چې یې د خپل چڼي سره کوي. که په نیمه پوهېږې هم خرما هم ثواب.

او بیا په دې کې خو موږ سره نورې ښځې هم کله- کله مرسته کوي. هغه زموږ په کلي کې ورته (تپل یا ورپورې کول) وايي. هغه انجونې چې بیا د چا سره جوړي نه وي نو هغه بیا نورې ښځې په نورو سړو داسې  نښلوي لکه تنور کې چې څوک ډوډی ورپورې کوي یا تپوي. بس داسې یې دا پام درله واړوي چې ته ووايي شپاړلس. او داښځې بیا ډېرې هوښیارې دي ځکه چې دوی پوهېږي چې دوی زموږ نه بغیر نور وجود نه لري. نو په دې پوه شه چې په دفترونو کې بدې او بد نامه انجونې کار کوي.

ښځې ته چا ویلي دي چې ته کار کوه او چې ښځه کارکوي نو هغه حتما څه غواړي  ګنې ښځه خو یا په کور ده او یا په ګور.

( تسلا.......  ۹جنوري ۲۰۱۳ )  

Read 16692 times Last modified on Thursday, 16 January 2014 07:44

« November 2017 »
Mon Tue Wed Thu Fri Sat Sun
    1 2 3 4 5
6 7 8 9 10 11 12
13 14 15 16 17 18 19
20 21 22 23 24 25 26
27 28 29 30      

Joomla Template Developer
Joomla Template Developer

Custom Joomla Templates
Custom Joomla Extensions

Instant WordPress Themes
Instant WordPress Themes