

د افغانستان خپلواکي خرڅیږي او افغانان خوشاله کیږي
د افغانستان خپلواکي خرڅیږي او افغانان خوشاله کیږي ایا افغانان د امریکا سره تړون ته د نن ورځې دامن او اقتصاد په موخه ګوري که راتلونکې ته هم ګوري یا تاریخ به ځنګه وي؟ ولی افغانستان د امریکا سره امنیتي او اقتصادي تړون لاسلیک کړي؟ ایا افغانستان یو خپلواک هیواد نه دی؟

د ملا عبدلغني برادر دا تسویر جنګي تالیبانو ته پیغور
رښتیا ووایم دې تسویر راته ژړا راوستې چې د ملا برادر غوندې افغان په دې تسویر کې ګورم ماته یی د مولوي خالس د یو مقالې یاد راتازه کړو چې د هیواد یو سیاستوال په درنه غونډه کې وکړه، ویل یی چې مولوي خالس په خپله یو مقاله کې لیکلي وو چې مونږ به د

پاکستاني شريعت
په ۱۹۰۶ کې د هند د لويو کورنيو (نوابان، فيوډالان) د استازو پلاوی د آغا خان (دريم) په مشری کې د هند له وائسرائے لارډ منټو سره وليدل. او بيا په رسمي توګه د شريعت غوښتنوکو ډلي د "ټول هند د مسلمانانو ټولنه" (آل انډيا مسلم ليګ) اعلان وکړۍ. د يادوني وړ دې چې دا اسماعيليان (چې آغا خان يې مشر دې) اوس په پاکستان کې کافران دي.

د ځواک په ضد بې وسه مبارزه (برټرېنډ رسل)
د تراژيدي ښائست هغه کيفيت نه څرګندوي کوم چې په لږ يا ډېر په ښکاره بڼه، په ژوند کې هر چرته شتون لري. د ژوند په ننداره کې، د هغه دړد په زغملو کې چې د زغملو نه وي، يو تقدس شته، يوه لويه ويره، د پراختيا احساس، ژورتيا، د وجود نه ختمېدونکې راز، په کوم کې چې د دړد په يوه عجيبه خړوبي کې، کړېدونکی، د غم په مزي له نړۍ سره تړل شوی وي.

الکایده د امریکې اړتیا ده
ویل کیږي چي امریکې کابل ته ویلي دي چي "الکایده وي نو امریکه به دلته جنګ کوي". ایا د دې مانا دا نه ده چي امریکه الکایده اوس د امریکې لپاره یوه ستونزه یا Liability نه بلکې یوښه ګټوره خزانه Asset ده؟ ګټوره خزانه څه یوه خورا ښه پلمه ده. ځکه چي امریکه په افغانیستان کې یو ستر لنګرکؤټ غواړي.

غوښتنې اوپرمختګ
ټولې نظريې دغوښتنودپنځېدواود دغه غوښتنودتکميل په اثرکښې زېږدلی دي.هسې خوډېرې نظريې اوفکرونه دي چې دلږتوپېرياتشريح سره ټولې يوبل ته ورته دي.خودوه غټې نظريې يعنې نظريه تخليق اونظريه ارتقادغلط فهمۍ يا کم فهمۍ له وجې په نن دورکښې مدمدمقابل ودرولے کېږی.خوڅرنګه چې مخکښې يادشويدي چې د دې ټولوسرچينه

پاکستان او طالبان
پاکستان هم داسي نه چې ګوندي لاس په لاس، پښه په پښه اړولې ناست دې. د پاکستان پوځ د طالبانو ترهګرو په ضد عمليات کوي. دا بېله خبره چې د داسي عملياتو په پای کې پښتانه بې کوره شي او طالبان د کور مالکان شي. پښتانه کمزوري شي او طالبان زورور شي.
-
د افغانستان خپلواکي خرڅیږي او افغانان خوشاله کیږي
Monday, 14 October 2013 14:37 -
د ملا عبدلغني برادر دا تسویر جنګي تالیبانو ته پیغور
Sunday, 06 October 2013 02:14 -
پاکستاني شريعت
Friday, 04 October 2013 05:21 -
د ځواک په ضد بې وسه مبارزه (برټرېنډ رسل)
Thursday, 03 October 2013 13:20 -
الکایده د امریکې اړتیا ده
Wednesday, 02 October 2013 14:13 -
غوښتنې اوپرمختګ
Wednesday, 02 October 2013 01:32 -
پاکستان او طالبان
Tuesday, 01 October 2013 10:37
خبري شننې
ننوتل
کورنۍ پاڼه
زما ژوند او ژوندون( کورنۍ درېیمه برخه)
- Details
- Written by افغان جرګه

زه لا ډېر وړوکی وم چي دَ مشري خؤر دَ مرغړؤ (خنازیر) دَ کښلؤ (اپرېشن) دپاره دَ مؤر پلار او کؤزر سره یو ځل درې څلؤر میاشتي دَ کوټي په اوڅار زنانه میشن درمانتون کي اؤسېدم. دَ درمانتون اڅاره درمانئ میس سټوورټ چي ډېره بوډئ ښځه وه او دَ هغې نؤري انګرېزاني ملګرې به تل خپل په کار لګیا وې په درمانتون کي نؤر هم پښتانه واړه وو چي زیاتره به دَ دغؤ انګرېزانؤ ښځؤ څه بېرېده، نیژدې به نه وورتله. مؤر و پلار او نؤرؤ پښتنؤ به هم بېرول چي دوی واړه غلا کوي او بیا یه کریشتانان کوي. و زما دَ هغې بوډئ سره ډېر زړه لګېده. او دَ هغې دَ ملګرؤ سره هم. هر چیري چي به دوی وې که به یې ناجؤړان کتل، که به یې درمان کاوه یا څیرل (اپرېشن) که به یې لونځ کاوه که به یې ناجؤړانؤ ته خپل دَ دین پرې پېژانده (پروپيګنډه) کوله، زه به نيژدې ورته ولاړ وم. ورؤورؤ دَ بوډئ راته پام سو. ګؤره چي څنګه ګوندي زما دَ دې
هیڅ بې هیڅه نيژدېکت له مخي دَ هغې هم راسره مینه پیدا سوله او زړه یه راسره ولګېده. هرځای چي بې ولیدم دَ ځان سره بې روان کړم. دې به کار کاوه زه به وورسره وم. ورؤ ورؤ بې کله کؤر ته هم بؤتلم او چي ماځیګر به دباندي تله دَ اتوار په روز ګیرچې له نؤ ره بې دَ ځان سره په بګئ کي بیؤم. یو وختې ماښام ډؤډئ له هم کؤر ته وګرځولم. درې دوی وې یو زه وم ډؤډئ مو یو ځای وخوړله. چي کؤر ته راغلم مؤر مي ډېره وابدې سوله . پلار ته مې وویل چي ده خو نن ډؤډئ هم دَ پرنګیانؤ سره خوړلې ده. دَ هغه هم دا کار خوښ نه سؤ او راته یه وویل چي بیا ډؤډئ مه وورسره خوره. چي ما تپؤس ترې وکئ چي ولي؟ وې چي هغوی موردار شیان خوري. دَ سرکوزي (سور) غوښه خوري او شراب چیښي زما ډېره خوابده سوله چي دا دوی ولي درؤغ خبري کوي او وورته مي وویل "ما خو نه دا شیان خوړلي دي او نه مي هلته لیدلي دي. نه دوی خوړلي یا چيښلي ده". "ولې، تې څه پېژنې؟" ما وې، "دا شیان خو نه پېژنم خو هلته څه ناولده څیزونه نه وو، کوم شیان چي وو هغه ګرد ما پېژندل. دَ چرګ غوښه وه. سبزي (ساګ) وو، پټاټې (الوګان) وو. مېوه وه او اوبه وې. بل شی نه وو". دغه وخت خو زه دَ هغؤ په کار او ښېګړې لا نه رسېدم هسي مي خوښې وې. خو زما او دَ بوډئ مینه تر ډېره وه. څؤ څؤ ځله موږ دَ کؤر دَ ناجؤړانؤ دَ دارودرمل لپاره راغلو او په درمانتون کي وورسره واؤسېدلؤ او هسي هم چي به زه کوټې له راغلم دَ دې لیدؤ له به ورغلم. یو ځل دوه دا هم دَ پل کار یا درمان دپاره ګولیستان له زموږ کؤر له راغله. او څنګه چي زه لؤیېدم او دَ دې دَ خوارؤ زیارؤ او دَ پردؤ خلګؤ پښتنؤ، بلؤڅؤ او هیندکیانؤ ناجؤړانؤ دَ دې سمانې او پور هغؤ باندي دَ دې خرڅ ټؤل راته ښکارده هومره مي مینه وورسره زیاتېدله. او چي بیا په دې پوی سوم چي دا هرڅه دوی خپل دَ دین دَ خوَروني او پرېپېژاندې لپاره کوي نؤ مي یوې خوا ته دَ دوی سره مینه زیاتېدله او بلې خوا ته مي پور ځان او خپل کام په زیاته پور مولایانؤ نیت بدېده چي دوی ولي دا کار نه کوي او دا مي تر زړه ایستي وو چي زه رالوی سم ن دغه شان به خپل ځان او مال دَ دین او کام په لار کي لګوم. د دې بوډئ پښتؤ ډېره ښه زده وه. ما به دا مؤر بلله او دې به ماته زوی ویل. تر ډېره دلې وه بیا یه خپل ځای درمانتون او ټؤل (جایداد) چي دَ لکونؤ روپؤ وو ټؤل دَ ډاکټر هالنډ و میشن ته پرېښؤول او لندن له ولاړه. څه وخت پس بیا دَ هغه ځایه په هغه خپل کار پسي اپریکې له ولاړه. اوس په خبر نه یم چي مړه ده که ژوندئ. په کال ۱۹۳۰ کي چي انګرېزانؤ موږ دواړه وروڼه بندیان کړو او دَ دوؤ انګرېزانؤ اوسرانؤ او یوې میمي دَ تښتولؤ دَ جؤړي (سازش) تؤر يې په درؤغؤ راباندي ولګاوه چي بیان بې وړاندي راسي دا لا دلې وه. او خبره سوې وه. زموږ سره یې ډېره غمرازي کړې وه او ډېر ډاډ يې وورکړی وو چي ژر به بېرته راسي پروا یه مه کوه. کال پس چي زه دَ جېله راغلم لیدو لې ورغلم ډېره خوشاله سوله. انګرېزي اخبار يې لوست په هغه کي یو خبر وو چي دَ رېګ اڅګزؤ دَ ګولیستانه څه دَ رېل نؤکران هینکیان تښتولي وو او خپل دَ څه بندي دَ غوڅولؤ لپاره یې یرغمال او بندیان ساتلي وو. اخبار يې ماته راکئ وې دا خبر دي لوستی دئ؟ چي ما ولستی نؤ یه وې دا ستاسي خلګ ولي سرکاري نؤکران تښتوي؟ زه په ټؤله خبره خبر وم چي دې ته مي وکړله او بیا مي وورته وویل چي تا خو ډېر وخت دلته تېر کئ تا ته به دا خبره ښه څرګنده سوې وي چي دَ دې ځای پښتانه نه خو زلنده (خونخاوار) دي او نه شري او شرابیان. خو ځکه چي یوخو دَ هیند دَ انګرېز سرکار او دَ پښتنؤ دؤد او تورېزونه (تعزیرات) ډېر بېلتون سره لري او بل بیا دلته چي انګرېز سرکار دَ جرګې په نامه چي دَ میانځګرئ کمه سریښته روانه کړې ده او دَ پولې دَ تؤرؤ کمه توریزونه (قانون جرایم سرحدي) چي چالو کړي دي دَ هغو له مخې زیاتره وَ پښتنؤ ته میانځ (انصاف) نه رسي او نه بره دَ اپیل او پریاد څه لار لري. نؤ دا دوی دَ اپیل او میانځ (انصاف) پیدا کولؤ یوه بله لار رایستلې ده چي سړی بؤزي چي زموږ په پلانئ خبره کي میانځ (انصاف) راسره وکئ نؤ به دا سړی در پرېږدو او زیاتره دَ داسي کاره پس سرکار دَ هغؤ خبره وَ هم مني. او میانځ وورسره وکي. ته پسې ګؤره په دې خبره کي به هم سرکار میانځ وورسره وکي. دا په خبره پؤه سوله بیا یه ماته ویل چي زه دَ څؤ روزؤ دپاره ستا کؤر ته درځم. خو دَ مېجر پارلې دَ هغه دَ ښځې او کيپتان دَ تښتې پس، په کمه کي چي موږ بندیان سوي وو، پولیټیکل اېجنټ دَ چمن غاړي ته دَ انګرېزانؤ ښځؤ بند کړی دئ. دَ پولټیکل نه تپؤس غواړي و هیله مي ده چي ما به نه بندوي. څؤ روزي پس چي ما بیا تپؤس جیني وکاوه وې، "خوښه یه نه ده. په زیاته بیا ستاسي کره. وې چي ما ډېر ورته وویل چي هغه زما زوی دئ، زه د هغه نه هیڅ بېره نه کو او که ته او ستا جرګه هر څؤ ووایاست چي ده دَ انګرېزانؤ په تښتولؤ کي لاس لاره خو زما زړه ته نه لويږي. زه یه دَ وړوکوالي راسي پېژنم. هغه دا شان سړی نه دئ." نؤ هغه و، "دا خو زه هیچیري نه کوم، ولي دا زما هم سپکه ده او دَ چا کره چي زه ځم دَ هغؤ هم سپکه ده."
زموږ دَ کؤرنئ خلګ دَ ټؤلؤ پښتنؤ رنګه ډېر زیات مېلمه دؤسته وو. او په دې لړ کي دَ ځآيي پښتنؤ پرته بې وَ سرکاري نؤکرانؤ او واکوالانؤ ته هم ډېري درنې ډؤډئ وورکولې. چؤچ (Standard of life) یه هم دَ کوټي په ټؤل پلَو کي ډېر اوچت دَ کابل او کندهار د خانانؤ راز وو چي یو ځل بې دَ چا سره مېلمستیا او تګ راتګ لار جؤړه سوله نؤ بیا بې دَ تل هغه روپاله. تر دې چي ځینؤ به د ګولیستان ټؤلؤ سرکاري نؤکرانؤ ته بې دَ مېلمستیا سېوا خپل دَ باغؤ په هره مېوه کي هم برخه وورکوله او چي کله به هغوی دَ ګولیستانه بدل هم سول نو بې ه خپله یا دَ هغؤ په غوښتؤ دا برخه پښین او کوټي له ه وورسوله. او چا له خو پې پنجاب له هم لېږله. په سرکي هم او زما په وخت کي هم موږ دا کار دَ مېلمستیا او ښه ځوانئ په تؤګه کاوه خو هغؤ خلګؤ زیاتره دا یوه خوشامنده یا مؤک (رشوت) ګاڼه ولي چي دوی به دې څيز ته تؤل نه اېښؤو او نه بې څه ډېره پرواه په کوله. نؤ زه په کؤرنئ کي لومړی سړی وم چي دا کار مي بند کئ. او دَ دې راکړي ورکړي بونیاد مي پور دؤستئ کښېښؤو. دؤد مي نه ګاڼه او نه داسي په بند وم چي که ته پروا په کوې که نه زه بې کوم ولي چي زموږ دؤد دئ.
Comments (3055)